راتلونکې اونۍ د کرکټ شل اووریزه نړۍوال جام داسې مهال پیلېږي چې ځیني شنونکي افغان کرکټ ملي لوبډله کې ستونزو ته ګوته نیسي خو وایي، د هرې پیاوړې لوبډلې د ماتولو وړتیا لري.
د کرکټ شل اووریزه نړۍوال جام سیالۍ د جون په لومړۍ پیلېږي چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به خپله لومړۍ لوبه له یوګاندا سره وکړي.
د کرکټ هندي مبصر ډونډر کومار وویل چې د نړۍوال جام په څېر په لویو لوبو کې ګډون کول که څه هم له هیلو سره غوټه وي، خو یوه اندازه ستونزې ګالل هم ورسره مل وي او افغانستان د داسې ستونزو ګاللو ته پوره چمتو دی.
هغه وایي، د ده په نظر د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د هر یوه ځواکمن مخالف ټیم د راپرځولو لپاره له فزیکي او روحي اړخه پوره چمتو ده.
نوموړي زیاته کړه، افغان کرکټ لوبډله له هره اړخه دغو لوبو ته چمتو ښکاري، د یادو لوبو فارمټ داسې دی چې لوبغاړي باید د لوبې کولو توانايي ولري او دا هغه څه دي چې افغانستان یې لري.
هغه وایي، له مخکني ۲۰۲۰ شل اووریز نړۍوال جام را وروسته د افغانستان د کرکټ ملي ټیم زیات فعال شوی او په مختلفو فارمټونو کې یې لوبې کړې، د لوبغاړو ترمنځ همغږي، تجربه او د مسلکي کرکټ لوبغاړو په حیث دوی هم پوهېدلي چې څه ډول په ټیم کې سمونونه راولي.
د کرکټ شنونکي سید سرتاج شاهدزي وویل، په نړۍوال جام کې افغانستان په داسې ګروپ کې دی چې دوه لوبډلې ورسره قوي او دوه نسبت افغان لوبډلې ته کمزورې دي.
شاهدزی وایي، افغانستان به له یوګاندا او پاپو نیوګیني څخه په اسانۍ لوبې وګټي، خو له کوربه وېسټانډيز او نیوزلېنډ سره به یې لوبې سختې وي.
دی وایي، که چېرې افغانستان وېسټانډیز او نیوزلینډ لوبډلو کې یوې ته ماتې ورکړي او له یوګاندا او پاپو نیوګیني لوبډلو څخه چې کمروزې لوبډلې دي، لوبې وګټي، نو په درېیو بریاوو سره به دویم پړاو ته لار پیدا کړي.
نوموړي نیوکه وکړه، دا چې د افغانستان ملي لوبډله نړۍوال جام کې لوبېږي خو په لوبډله کې انډول په پام کې نه دی نیول شوی، بالران او یاهم الراونډران په کې زیات دي او یوازې رحمانالله ګربز او ابراهیم ځدراڼ دوه توپوهونکي دي چې په شل اووریزه لوبو کې ښه ځلېږي.
هغه وایي، اوسمهال متاسفانه نجیبالله ځدراڼ ښه فوم کې نه دی او له تېرو څو کلونو راهیسې ښه نه دی ځلېدلی او دا هم د تشویش خبره ده.
د شاهدزي په خبره، په توپوهنه کې افغان لوبډله کمزورې ده، خو په توپاچونه کې قوي ده او باید قوي لوبډله انتخاب شي په ځانګړې توګه د وېسټانديز او نیوزلینډ پر خلاف ښې لوبې ترسره کړي.
دی وایي: «زما په نظر یو څه مشکلات شته؛ ځکه په لوبډله کې موږ په توپوهنه زیات اعتماد نه لرو او ښه توپوهونکي یې له ځان سره نه دي وړي.»
ورته مهال، د کرکټ بل شنونکي ابراهیم مومند وویل، د همیشه لپاره د کرکټ ملي لوبډلې په ۱۵ او ۱۸ کسیزه نوملړ کې کومه ستونزه نه وي، خو مسله د ۱۱ کسیزه لوبډلې په انتخاب کې وي.
نوموړی وایي، که د ملي لوبډلې لوبډلمشر راشد خان وکولی شي له اعلان شوو ۱۵ لوبغاړو څخه ۱۱ بهترین یې میدان ته ښکته کړي، اړتیا او وړتیا او مقابلې لوبډلې ته په کتو لوبغاړي انتخاب کړي، نو له دغه اعلان شوي نوملړ څخه یوه بهترینه لوبډله جوړېدای شي.
د افغانستان کرکټ بورډ د تېرې غویي میاشتې په ۱۲مه د کرکټ شل اووریزه نړۍوال جام لپاره د راشد خان په لوبډلمشرۍ ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړه.
مومند وایي، د ننګیال خروټي او محمد اسحاق راتګ لوبډلې ته که څه هم ناوخته دی، خو ګټور دی او باید پر دوی اعتماد او باور وشي، دواړه داسې لوبغاړي دي چې په ۱۱ کسیزه لوبډله کې شته ستونزې حل کولی شي او باید دوامداره چانس ورکړل شي.
دی وایي، افغان لوبډله وړتیا لري؛ ځکه شل اووریزه کرکټ دومره اوږد نه دی او ډېر مهارت په کې پکار نه وي، یو او یا دوه لوبغاړي کولی شي چې لوبه وکړي او له هرې لوبډلې څخه لوبه وګټي.
د هغه په وینا، خلک باید د خپلې لوبډلې ملاتړ وکړي
Views: 19