د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له خوا د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، په تېرو اوو ورځو کې له پاکستان او ایرانه ۱۱۶۲۳ افغان کډوال په زور او یا خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه کډوال د غبرګولي میاشتې له درېیمې تر ۹مې پورې له پاکستان او ایرانه په زور او یا خپله خوښه راستانه شوي دي.

دغه شمېرې له تېرو اوو ورځو راهیسې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت پر اېکس‌پاڼه د خپرو شوو معلوماتو له مخې را اخیستل شوي دي.

د دغه وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د یادو کډوالو له ډلې ۴۷۹۲ کسان چې ۹۳۸ کورنۍ کېږي د تورخم او سپن‌بولدک له لارو له پاکستانه په جبري ډول راایستل شوي دي.

دغه راز، په یاده موده کې ۶۸۳۱ کسان د هرات د اسلام‌کلا بندر له لارې له ایرانه په خپله خوښه او جبري ډول هېواد ته راستانه شوي دي.

د یادونې ده، د تېرې غویي میاشتې له ۲۰مې تر ۲۶مې پورې هم له پاکستان او ایرانه ۷۵۶۶ افغان کډوال په زور او یا خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي وو.

Views: 16