د جمهوریت شل کاله؛ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له پخواني وزیر عبدالباري جهاني سره مرکه

مې 30, 2024

د افغانستان په سیاسي او ټولنیزو تحولاتو کې قومي، مذهبي او نورو مسایلو په یو ډول نه یو ډول له ډېر پخوا رول درلودلی او د بحث و‍ړ موضوعات پاتې شوي او په دې اړه د نظر اختلافاتو کله کله ډېرې ناوړې او له تاوتریخوالي ډکې پایلې لرلې دي.

د جمهوریت شل کاله پاډکاسټ لړۍ دې خپرونه کې دا ځل په همدې موضوع د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له پخواني وزیر عبدالباري جهاني سره چې په وروستیو کې یې د وهابیزم په نوم کتاب او فتوا په اړه مختصر بحث تر سرلیک لاندې د لیکنو لړۍ هم پيل کړې، غږېدلي یو چې تاسو یې لیدو او اورېدو ته رابولو.

د پاډکاسټ په دې خپرونه کې د جمهوریت د پرمختګونو، نیمګړتیاوو، څرانګوالي، سقوط، د طالبانو بیا واکمنېدو او نورو موضوعاتو په اړه له شنونکو سره ځانګړې مرکې کېږي.

Views: 117