د خوړو نړۍوال پروګرام اعلان کړی چې سېلابونو د افغانستان په شمال کې څه باندې ۸۰ زره خلک زیانمن کړي او له هغوی سره د مرستې لپاره ۱۴،۵ میلیون ډالرو ته اړتیا ده.
دغه رقم یاد سازمان نن (چهارشنبه، د غبرګولي ۲مه) په یوه راپور کې وړاندې کړی او لیکلي یې دي چې سېلابځپلو سیمو کې لوږه ډېره شوې ده.
د خوړو نړۍوال پروګرام راپور کې راغلي، سېلابونو د افغانستان په شمال کې څه باندې ۸۰ زره کسان زیانمن کړي او هلته یې د خوړو د ناامنۍ بحران رامنځته کړی دی.
یاد سازمان ویلي، هغه کروندې چې د غنمو او ترکاریو وې، اوس سېلابونو په بشپړه ډول ویجاړې کړې او محصولات یې هم له منځه تللي دي.
د خوړو نړۍوال پروګرام ټینګار کړی چې په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له قربانیانو سره د بېړنیو مرستو پوښښ لپاره ۱۴.۵ میلیون ډالرو ته اړتیا ده.
د یادونې ده، د هېواد په یو شمېر ولایتونو لکه بغلان، بدخشان، بادغیس، غور، فاریاب، دایکنډي… کې وروستیو سېلابونو خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
پېښو ته د رسېدو چارو کې د دولت وزارت د شمېرو له مخې، د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د ۱۱ ورځو وروستیو سېلابونو له امله ۲۹۴ کسان مړه او ۲۶۶ نور ټپیان شوي، دغه راز ۱۴ زره او ۹۲۳ کورونه په بشپړ یا جزیي توګه ویجاړ شوي او ۶۶۵۵ څاروي هم تلف شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې مخکې له دې یو شمېر هېوادونو او نړۍوالو سازمانونو په هېواد کې سېلابځپلو ته د نغدي او غیرنغدي مرستو خبر ورکړی خو د طالبانو چارواکو سېلابځپلو ته د لا ډېرو مرستو غوښتنه کړې ده.
Views: 6