د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي، تورخم دروازه بېرته د مسافرو او ناروغانو پر مخ خلاصه شوه.
دغه لاره درې ورځې مخکې پاکستاني چارواکو نوو ودانيو ته د پاسپورټ ادارو لېږدولو له امله تړل شوې وه.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د اطلاعاتو امر مولوي صدیقالله قریشي بېګا ناوخته وویل چې دغه لار سبا دوشنبې (د غویي ۳۱ مه) د سهار اووه نیمې بجې بېرته د افغان مسافرو او ناروغانو پر مخ خلاصېږي.
هغه زیاته کړې وه، لاره په تېرو درېیو ورځو کې یوازې د ترانزيټ پر مخ پرانيستې وه.
Views: 12