د خوړو نړۍوال پروګرام اعلان کړی چې په ۲۰۲۴ کال کې په نړۍ کې ۳۰۹ میلیون کسان له سختې لوږې سره مخ دي.
دغه سازمان نن (یکشنبه، د غويي ۳۰مه) د یوه راپور په خپرولو ویلي چې د لوږې دغه کچه د نړۍ په ۷۲ هېوادونو کې تشخیص شوې ده.
که څه هم، په دغه راپور کې د افغانستان د اقتصادي وضعیت په تړاو څه نه دي ویل شوي، خو پهکې راغلي چې د نړۍ په ۴۵ هېوادونو کې ۷۲ میلیون کسان په بېړني وضعیت کې دي.
د خوړو نړۍوال پروګرام لیکلي چې په تېرو کلونو کې اقلیمي بدلونونه، بېوزلي او د کرونا ویروس خپرېدل په نړۍ کې د لوږې زیاتېدو لاملونه دي.
د دغه سازمان د راپور له مخې، د ویټامینونو، معدني او نورو غذایي موادو له اړخه د بېوزلو ټولنو د خواړو رژیمونه د نړۍ د میلیونونو خلکو روغتیا او د ژوند امکانات او د ټولو هېوادونو راتلونکی اغېزمنوي.
د ملګرو ملتونو د شمېرو پر بنسټ، په ۲۰۲۴ مېلادي کال کې به افغانستان کې ۲۳ میلیون کسان بشري مرستو ته اړتیا ولري.
Views: 15