یوه حکومتي سرچینه وایي چې تېره شپه د پکتيا ډنډپټان ولسوالي کې له ډيورنډ فرضي کرښې سره د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ جګړې پر مهال د پاکستاني لوري ډزو کې درې ملکي وګړي وژل شوي او لس نور ټپیان دي.
یوې باوري حکومتي سرچينې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي د غویي په وویل چې جګړه تېره شپه شاوخوا يوه بجه پيل او تر سهاره يې دوام وکړ.
سرچينې زیاته کړه چې د ډنډپټان د تېرې شپې جګړه کې د پاکستاني لوري بريدونو کې درې ملکي کسان وژل شوي او تر لسو نور ټپيان دي.
د سرچينې په خبره چې د افغان ځواکونو په بريدونو کې پاکستاني نظامیانو ته هم تلفات اوښتي خو دقيق ارقام يې په ډاګه نه کړل او افغان ځواکونو ته د اوښتو تلفاتو په اړه يې هم څه ونه ویل.
ورته مهال، د ډنډپټان ولسوالۍ د ډنډې کلي یوه قومي مشر مامور پژواک ته وويل چې د بېګاه شپې جګړه کې د پاکستاني ځواکونو په بريدونو کې د ډنډپټان په کنګينه، خرکي او اندړو کليو کې د يوې مېرمنې په ګډون پنځه ملکي وګړي وژل شوي او لس نور ټپيان دي.
هغه وويل چې په ډنډپټان کې له فرضي کرښې سره نږدې پرتې ټولې کورنۍ نورو خوندي سيمو ته وتلې او خپل کورونه يې پرېیښي دي.
د ډنډپټان د استيا کلي يوه قومي مشر محمدامير هم وويل چې د تېرې شپې جګړې له امله له فرضي کرښې سره نږدې پرتې کورنۍ نورو سيمو ته وتلې دي.
هغه زیاته کړه چې د جګړې له امله د استيا، راغه، څپري او ميراکبر کلي ټولې کورنۍ د جګړې له امله په شپه کې ووتلې؛ ځکه چې د پاکستان له خوا ويشتل کېدونکې زياتره مرمۍ د ملکي خلکو پر کورونو لګېدې.
د یادونې ده، نن څلورمه ورځ ده چې د پکتیا په اريوب ځاځي او ډنډپټان ولسوالیو کې له ډيورنډ فرضي کرښې سره د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ وقفهيي نښتې روانې دي.
له دې مخکې هم پاکستاني ځواکونو ځو څلې ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د هېواد پر یو شمېر ولایتونو توغندي توغولي چې بیا د افغان ځواکونو له غبرګون سره هم مخ شوي دي.
Views: 13