د ملي دفاع وزارت وایي، د دغه وزارت یوه چورلکه چې هریرود سیند کې د ډوب شوو کسانو د مړو را ایستلو په موخه یې الوتنه کړې وه، د بېړنۍ ناستې پرمهال لوېدلې چې له امله یې یوه کس خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.
د ملي دفاع وزارت ویاند عنایتالله خوارزمي پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د دغه وزارت د هوایي ځواک یوه روسۍ «Mi17» ډوله چورلکه د غور ولایت په مرکز فیروزکوه ښار کې لوېدلې ده.
هغه لیکلي، دغې چورلکې غور ولایت کې د هغو کسانو د مړو را ایستلو په موخه الوتنه کړې وه چې تېره ورځ په یوه فلاینکوچ ډوله موټر کې د هریرود سیند ته لوېدلي او اوبو کې ډوب شوي وو.
خوارزمي زیاته کړې، یاده چورلکه له عملیاتو وروسته د غور ولایت اړوند فیروزکوه ښار کې د تخنیکي ستونزو سره مخ شوه چې د بېړنۍ ناستې پرمهال له یو دیوال سره لګېدلی او لوېدلې ده.
د هغه د معلوماتو له مخې، په دغه پېښه کې یوه کس خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.
د ملي دفاع وزارت ویاند په دې اړه چې د پېښې قربانیان څوک دي، معلومات نه دي ورکړي.
Views: 9