د راپورونو له مخې، هند له چابهار بندره د استفادې او پراختیا برخو کې له ایران سره لس کلن تړول لاسلیک کړ.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې دغه تړون پرون (دوشنبه) د ایران د ښار جوړونې وزیر مهرداد بذرپاش او د هند د بیړۍچلونې چارو وزیر سارباناډا سونووال ترمنځ په تهران کې لاسلیک شو.
په راپور کې راغلي، هند به د پاکستان د ګواډر او کراچۍ بندرونو پر ځای خپل سوداګریز توکي د چابهار بندر له لارې ایران، افغانستان او د منځنۍ اسیا نورو هېوادونو ته صادر کړي.
د راپور له مخې، هندي چارواکي د منځنۍ اسیا له سټراټیژيک هېواد (ایران) سره د اړیکو د پیاوړتیا غوښتونکي دي.
د هند د بیړۍچلونې چارو وزیر سارباناډا سونووال تهران کې د دغه تړون له لاسلیک وروسته ویلي: «د چابهار بندر اهمیت د هند او ایران ترمنځ د یوازېنۍ لارې په توګه مهم رول لري او یوه مهمه سوداګریزې لاره ده چې هند له افغانستان او د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره نښلوي.»
په همدې حال کې، هند به د چابهار بندر د تجهیر او پراختیا په موخه د سټراټیژیکو بندرونو د تجهیزاتو په تامین کې ۱۲۰ میلیون ډالر او د دغه راز څه باندې ۲۵۰ میلیون ډالر به د ټرانسپورتي زېربناوو برخه کې پانګونه وکړي چې د تړون ارزښت ۳۷۰ میلیون ډالرو ته رسېږي.
ورته مهال، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وډانټ پاټل د دغه هوکړې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې خبریالانو ته ویلي، پر ایران د امریکا بندیزونه پر خپل ځای دي او خبرداری یې ورکړ چې واشینګټن به یې عملي کولو ته دوام ورکوي.
هغه زیاته کړه: «هر بنسټ، هر څوک چې له ایران سره د سوداګرۍ پر معامله فکر کوي، باید د احتمالي خطرونو او د بندیزونو له احتمالي ګواښه خبر وي.»
هند داسې مهال د ایران په سویل ختیځو ساحلونو کې د چابهار بندر د یوې برخې پراختیا په حال کې دی څو د خپل سیال هېواد پاکستان د کراچۍ او ګوادر بندرونو پر ځای خپل سوداګریز توکي د چابهار له لارې ایران، د منځنۍ اسیا هېوادونو او افغانستان ته صادر کړي.
Views: 17