د کونړ ولایت مسوولین وایي، نن سهار شاوخوا ۷ بجې د دغه ولایت د ماڼوګي ولسوالۍ اړوند د کړنګل او سندرۍ ترمنځ سیمه کې د نښترو ځنګله کې اور لګېدلی او تر دې دمه يې شاوخوا دوه هکټاره ځنګل یې سوځولی دی.

د یاد ولایت طبیعي پېښو ته د رسېدنې ریاست مدیر احسان‌الله احسان وویل: «نن سهار شاوخوا اووه بجې د کړنګل او سندرۍ ترمنځ سیمه کې ځنګل اور اخیستی چې تر اوسه يې لامل نه دی معلوم.»

هغه زیاته کړه چې د اور مهارولو لپاره هڅې روانې دي، خو لا يې مخه نه ده نیول شوې.

بلخوا، د کونړ د کرنې ریاست مسوولین په یاد ځنګله کې د اورلګېدنې پخلی کوي او وایي، سیمي ته یې د اوروژنې په موخه یو ټیم استولی دی .

د کرنې ریاست د ځنګلونو مدیر عبدالواسع وایي، د یادې اورلګېدنې لامل تر اوسه نه دی روښانه شوی او په وینا یې چې له ځایي اوسېدونکو سره یې په ګډه د اور مهارولو هڅې پیل کړې دي.

هغه وویل: «د ځایي اوسېدونکو ۶۰ کسیزه ډله چې د اورژنې په وسایلو سمباله ده، په ځنګله کې د اور د مهارولو هڅې کوي، سیمه ډېره لرې ده، شاوخوا څلور ساعته په پلي مزل ځایي اوسېدونکي ور رسېدلي دي، هیله ده  چې اور ژر مهار کړي.»

 

Views: 14