پېژندنه:
په ننني ډیجیټلي عصر کې پانګونه تر انټرنټي(انلاین) نړۍ پورې غځېدلې، چې د پرمختګ او نوښت فرصتونه ورسره زیات شوي دي. حال دا چې دغو پرمختګونو پراخو ناڅرګندو او پېچلو مالي درغلیو ته لاره پرانیستې ده. د افغانستان په ګډون په ډېرو هېوادونو کې له درغلیو ډکې پانګونې زیاتې شوې دي. ښايي د کیونت، اومیګاپرو، فورسیج ، میټامکس او ځینو نورو نومونه مو مخکې هم اورېدلي وي. دا ډول درغلۍ يوازې پانګهوالو ته مالي زیان نه رسوي، بلکې پر انلاین کاروبارونو، لکه کریپټوکرنسي، فاریکس، سټاک مارکیټ او انلاین پېر او پلور باندې باور هم کمزوری کوي. په دې لیکنه کې موخه دا ده، چې تاسو پوه شئ، انټرنټي درغلۍ څنګه تر سره کېږي، دوی د خلکو دوکه کولو لپاره کوم چلونه کاروي، تاسې ځان څنګه ترینه ساتلی شئ.
د چټکې ګټې لومه:
چټکه ګټه د پانګهوالو د جذب تر ټولو ډېره کارېدونکې لومه ده، انسانان کمې او بېثباتې ګټې ته میلان نهلري، خلک همېشه ډېره ګټه غواړي؛ اړ تضمیني ګټه غواړي او د انسانانو په دې ضعف تر ټولو ښه هغه خلک پوهېږي، چې انلاین غلاوې او دوکې طرحه کوي؛ ځکه خو د یوې پانګونې اړوند سور څراغ یا د خطر نښه همدا چټکه او ثابته ګټه ده.
انلاین غله خلکو ته د داسې ګټې وعدې ورکوي، چې لږ خطر او چټک او په عینحال کې ډېر عاید لري. خلک په اسانۍ سره په دغو لومو کې ښکېلېږي؛ ځکه د خلکو هیله دا ده، چې مالي حالت یې ښه شي او په کم وخت کې یې سرنوشت بدل شي.
دا دوکهماران له داسې کمپیوټري مالي پېچلو وسایلو څخه ګټه اخلي، چې باور پرې ممکن وي؛ لکه اتومات د معاملاتو تنظیموونکي ماشینونه، د دې لپاره، چې د خپلو کړنو مثبت اغېز، لوړ وښیي. اومیګاپرو هغه وخت د خلکو پام ځان ته راواړاوه، چې په (ROI)کې پانګونې سره د شپاړسو میاشتو مودې لپاره ۲۰۰٪ سلنې ګټې وعدې پیل کړې. خلکو ته یې وعدې ورکولې، چې مالي خپلواکۍ ته ورسېږي؛ دوی به ویل خپلې پیسې مو موږ سره په شپاړسو میاشتو کې دوه چنده کړئ، زموږ له نوی سیسټم او عالي مدیریت سره خپل مالي راتلونکی ډاډمن کړئ.
دوی داسې ټېکنالوژي کاروي، چې ځانونه په مالي چارو کې عصري او ماهر وښایي او خلکو ته د بریا کاذب ډاډ ورکړي؛ خو په حقیقت کې دوی اوږدمهاله پلانونه نهلري او نه په شفاف ډول موجوده کارونه تر سره کوي. دوی د خلکو له احساساتو ګټه اخلي؛ لکه د زیان ډار، یا د ګټې حرص، چې په انسان کې طبیعې دی؛ دا هر څه دا پایله ورکوي، چې خلک ژر او پرته له تحلیل څخه د دوی د خوښې مطابق پرېکړې تر سره کړي.
د ګټې ژر تر لاسه کولو شوقیان په هغو سیمو کې ډېر دي، چې هلته اقتصادي ثبات نه وي او بانکونو ته لاسرسی محدود وي، که چېرته تاسو د اومیګاپرو، فورسیج، میټامګس یا بلې هرې همداسې درغلۍ مشتریان وګورئ، ټول یا لاتینه امریکا کې وي، یا افریقا او یا هم جنوب شرقي اسیا کې؛ دا خلک فکر کوي، دوی د پرمختګ استثنایي چانس موندلی او دوی کولی شي ژر تر ژره بېزحمته په راحته توګه شتمن شي؛ خو خبر نهدي، چې همدا غیر معقول انتخابونه به یې تر ډېره په فقر کې پاتې کړي.
د اومیګاپرو، فورسیج، میټامکس او ټولې انلاین درغلۍ یو شکل لري.
د تېرو ناکامو انلاین غلاوو یادول او د هغوی تشـریح ځينو ته بابېزه ښکاره شي؛ خو واقعیت دا دی، چې تقریباً اکثره انلاین غلاوې په یوه شکل ظهور کوي. دوی معمولاً یو ډول تکتیکونه کاروي او په یوه شکل خلک غولوي، په همدې خاطر په دې برخه کې په افغانستان کې یوې مشهورې د غلا کمپنۍ (اومیګاپرو) ته کتنه کوو.
اومیګاپرو انلاین نړۍ ته یو خبرداری و؛ ځکه د دوی کارونه نسبت نورو د غلا کمپنیو ته ډېر پېچلي وو، چې د عادي کس شک نه ورباندې کېده. په پیل کې اومیګاپرو د ۳۰۰٪ ګټې وعدې سره زیاته اندازه پانګه جذب کړه، داسې کاذب باور يې رامنځ ته کړ، چې زموږ په کاروبارو کې ګټه زیاته ده؛ موږ په فوریکس کې معاملې کوو او متخصص ټیم لرو؛ ځکه موږ تاوان نهکوو. د دوی وړاندیزونو او د نېټورک مارکیټینګ هلو ځلو په نړۍواله کچه مینهوال وموندل، چې نه یې غوښتل، د ګټو له دغه کاروان وروسته پاتې شي.
د اومیګاپرو ټول سیسټم پر شبکهیي بازار موندنه ولاړ و، چې دوی ورته د نېټورک مارکیټینګ اصطلاح کاروله. هر کس نوي کسان دعوتول او په دې شکل د دعوت کوونکي په حساب کې پیسې جمعه کېدلې، که به د ټيم نویو غړو نور کسان دعوت کړل، هغه او هغه کس ته، چې دی یې دعوت کړی او ان د همدې شبکې او هر مشر ته به یوه اندازه پیسې راتللې، دا چاره ډېره جذابه وه؛ خو هېچا فکر نه کاوه، چې دا دومره پیسې له کومه کېږي؟ په حقیقت کې د نویو پانګهوالو پیسې د شبکې او کمپنۍ تر منځ وېشل کېدلې او نوي پانګهوال د دې تاوان د جبران لپاره فقط یوه لار لرله، چې بل څوک دعوت کړي او خپل تاوان جبران کړي؛ دغه خودکاره(خپلسري/اتوماتیک) سیسټم پهخپله کار کاوه؛ دې ډول حیلې ته پونزي (Ponzi) درغلي وایي او په ډېرو هېوادونو کې غیرقانوني ده. په اومیګاپرو کې د بریالیتوب کیسې په پراخه کچه خپرې شوې او د ویروس په شکل ټولو هغو کسانو ته ورسېدې، چې پانګونې یې کولې. د نویو خلکو له لوري دوامداره پانګونه او د اومیګاپرو د استخدام په کچه کې متواتر زیاتوالي؛ د اومیګاپرو د ودې اصلي لاملونه ګڼلی شو.
بېثباته موډلونه:
هغه چې وایي «کوږ بار تر منزله نه رسېږي.» دا متل د هرمي کمپنیو په اړوند هم صدق کوي، دوی یو یې هم د منزل اراده نهلري؛ اصلاً دوی خپله هم پوهېږي، چې د دوی دا کار زیات دوام نهشي راوړلی.که څه هم اومیګاپرو د نورو شرکتونو په پرتله زیات دوام وکړ او کله چې پوه شول، پانګه یې نوره نه زیاتېږي، له بازار څخه یې پښې سپکې کړلې.
دوی په لومړي سر کې خلکو ته ویلي وو، چې که تاسو مو اصلي سرمایه تر ۱۶ میاشتو د مخه وغواړئ، یواځې ۷۰٪ یې بېرته اخیستلی شئ او له ټولې ګټې هم بېبرخې کېږئ؛ همدا وجه وه، چې چا د پیسو ایستلو ته زړه نه ښه کاوه؛ خو کله چې په ټوله کې د امیګاپرو په اړوند پوښتنې زیاتې شوې او زیاتو خلکو د خپلې پانګې د ایستلو هڅه کوله، دوی یې مخه ونیوله.
یوه ورځ سهار د امیګاپرو په وېبسایټ خبر راغلی و، چې د دوی اکونټ ته هېکران ننوتلي او ټول حسابونه یې ګډوډ کړي دي او له پانګهوالو یې تر «امرثاني» د صبر غوښتنه کوله؛ دوی ویل د پانګهوالو ټول اکونټونه یې د (Broker Group Ltd) په نامه کمپنۍ ته لېږلي دي او بیا د ۲۰۲۲م کال له ډېسمبر راورسته د دوی د ټوېټر پر پاڼه کوم نوی وضاحت او خبره نهده راغلې.
دا په انلاین درغلیو کې تر ټولو معمول تکتیک دی، د درغلیو او غلاوو کمپنۍ په همدې شکل او خبرو له بازاره ځان باسي. د خلکو پور له کمپنۍ یا یوه حکمي شخص سره وي او د حکمي شخص تر شا هېڅوک مسوولیت منونکي نه وي.
ځینې خلک په دې غولېږي، چې ګواکې کمپنۍ په پلانکي هېواد کې راجستر ده؛ دا راجستر کومه غټه خبره نهده؛ دا نن ورځ له افغانستانه یو څوک کولی شي، په انګلستان، امریکا او هر بل اروپایي هېواد، یا کاناډا کې چې وغواړي کمپنۍ راجستر کولی شي او اکثره حقوقي شرکتي ساختارونه، حتیٰ بنسټ اېښودنکو ته د محدود مسوولیت مصونیت هم ورکوي.
له دې نه علاوه د غلاوو طراحان داسې مېتودونه کاروي، چې هم حکومتونو او هم مشتریانو ته ورباندې دوکه ورکړلی شي. د بېلګې په توګه په ۲۰۲۱م کال کې زه یو چا کابل کې د «راه ابریشم» په نامه همداسې یوه هرمي شرکت ته دعوت کړم، کله چې مې د راجسترېشن پوښتنه وکړه، هغو هغه سند راته وښود، چې دوی د افغانستان له تجارت او سوداګرۍ خونو څخه جواز اخیستی و؛ البته جواز د افغاني لاسي صنایعو د انلاین خرید او فروش و؛ خو دوی د دې تر څنګ د نېټورک مارکټینګ په مټ هر نوي پانګهوال ته په ۱۸۰۰۰ افغانۍ نوی اکونټ جوړاوه او خپل توکي یې په لس برابره لوړ قېمت ورکول او بیا یې هغه مجبوراوه، چې په دې طریقه نور خلک دعوت کړي او له یوې خوا د عضویت پر سر پانګونه راټوله کړي او له بلې خوا توکي په خپلو غړو په څو چنده قېمت خرڅ کړي.
ځینې وختونه له تاسو همداسې یوه کمپنۍ غواړي، چې تاسو کم مقدار نهشئ ایستلی(withdraw)؛ نو تاسو یا صبر وکړئ یا ادامه ورکړئ او نوره پانګونه هم وکړئ، چې په دې شکل اکثره خلک د بېرته نه راګرځېدونکو مصارفو په مغالطه کې لوېږي (Sunk cost fallacy) او وایي، چې ځه ۱۰۰۰ زر ډالر مې بند دي، سل دې نور هم لاړ شي، چې دا راووزي؛ هغوی په دې شکل سره نور او نور تاوان هم کوي؛ ځینې نور یې بیا وروستیو وختونو کې نوره ګټه ورزیاتوي، چې وګړي مصروف وساتي او وروستیو وختونو کې چې کمپنۍ پلان لري، ځان ورک کړي، دوی پیسې ونه باسي.
پونزي(Ponzi)او اهرمي(Pyramid) د غلا موډلونه:
انلاین دوکهبازۍ، چالاکۍ، شکونې او غلاوې ډېر شکلونه لري. په مالي بازارونو کې بلد غله همېشه داسې لارې چارې ګوري، چې څنګه زیات خلک خطا کولی شي؛ خو که چېرته د غلا غټې کمپنۍ وګورو اکثره یې له دغو دوو شکلونو څخه استفاده کوي، چې پونزي(Ponzi)او اهرمي(Pyramid) سکیم ورته وایي.
پونزي موډل باندې چلېدونکي شرکتونه د نویو مشتریانو له درکه راوړل شوې پانګه مخکینیو مشتریانو ته د ګټې په شکل ورکوي، دوی د پخوانیو پانګهوالو د ساتلو لپاره نوي پانګهوال قرباني کوي. دوی په ګډونوالو کې د ګټې خیالي کیسې جوړوي او د دروغو ارقام خپروي، چې زموږ شرکت دومره ګټه لري. په داسې حال کې، چې هېڅ داسې کاروبار نهشته، چې د ګټې تضمین وکړي؛ خو د دوی ګټه همېشه تر نورو زیاته وي، چې په دې شکل لا ډېر خلک راجلبوي؛ د دا ډول شرکتونو هم کمی نهشته Bernard Madoff’s Investment Scandal د برنارد ماډوف د کمپنۍ یې ښه مثال دی، چې په لسیزو یې همداسې کړي وو، همېشه یې نوي پانګهوال جلبول او د هغو پیسې یې مخکینیو پانګهوالو ته په دې نامه ورکولې، چې ستاسو د پانګونې ګټه ده.
اهرامي لومې یا(Pyramid Scams) د درغلیو یو بل ډول دی، چېرته چې پخواني برخهوال نوې برخه په لومه کې اچوي او دوی ته یې امتیاز ورکول کېږي. یعنې دلته زاړه مشتریان نوي مشتریان خپله ګوماري او هغه نوي بیا نور نوي راپیدا کوي. په داسې حال کې چې په پونزي موډل کې یواځي اصلي کس نور کسان ګوماري او ټول خلک مستقیم هماغه یوه شخص یا ادرس ته مراجعه کوي. په اهرامي موډل کې هر نوی ګډونوال په دې مکلف دی، چې په یوه اندازه پیسو پانګونه وکړي. هر څومره چې نوي برخهوال زیاتېږي، سیسټم اهرامي شکل غوره کوي.«Vemma» د غذایي توکو امریکایي کمپنۍ، چې په ۲۰۰۴م کال کې ایجاد او تر ۲۰۱۳م کاله یې دوام وکړ، د دا ډول غلا ښه مثال دی؛ اومیګا پرو هم له دې موډل څخه استفاده کوله.
دا دواړه ماډلونه بېثباته دي؛ ځکه چې یا به نوي برخهوال دومره زیات شي، چې نور نوي خلک نه پیدا کېږي، یا به نور خلک نه وي، چې وغواړي په ماډل کې ګډون وکړي. په دواړو ماډلونو کې هغه کسان چې پخوا ماډل کې شامل شوي وو، ګټه کوي؛ خو هغوی چې نوې داخل شوي، خپلې پانګې له لاسه ورکوي. له دې ډول لومو څخه لرې اوسېدل ستاسو مالي خوندیتوب اسانه کوي.
قانون او د دولت برخورد:
په اهرامي او پونزي لومو کې د خلکو ښکېلول ډېر سخت عواقب لري. هغه کسان، چې پونزي او هرمي لومې پر مخ وړي، له لوړې جریمې سره مخ کېږي. عاملینو ته ممکن درنې سزاوې ورکړل شي، یا مجبور کړل شي، چې د قربانیانو پانګې بېرته ورکړي، یا هم د اوږدې مودې لپاره د بندخونې خوند وڅکي. په ډیریو هیوادونو کې دا ډول سوداګري وار دمخه ممنوع اعلان شوی ده او هرکله چې ثابته شي کوم سوداګر له دې ډول موډل څخه استفاده کوي سم د واره له قانوني چلند سره مخ کیږي، ځينو نورو هیوادونو کې بیا له شکایت ورسته داسي دوسیې تعقیب کیږي .لکه هغه کسان، چې فورسیج ترون کمپنۍ یې جوړه کړې وه او د خلکو له دوکه کولو یې پیسې موندلې؛ اوس د امریکا د دولت او خلکو لهخوا په ۳۴۰ میلیونه نقدي جریمې او ۲۰ کاله بند محکوم شوي دي. فورسیج، چې د ترون او ایتیریم له بلاک چین څخه یې استفاده کوله او د کرېپټوکرنسۍ په مارکیټ کې یې فعالیت کاوه، د فلیپین دولت له لوري په ۲۰۲۰م کال کې یوې غیرقانوني او پونزي کمپنۍ په شکل معرفي شوه او کله چې ګډونوالو شکایت وکړ، امریکا کې هم یوې محکمې تر څېړنو وروسته وموندله، چې د دې کمپنۍ بنسټ اېښودونکو داسې یو سیسټم جوړ کړی و، چې د پانګهوالو پیسې تر پانګونې وروسته یوه بل اکونټ ته تللې او پانګهوالو ته د دروغو ګټه او سرمایه ښکاره کېدله، د دې کمپنۍ لپاره په ۲۰۲۳م کال کې په افغانستان کې هم تبلیغات کېدل او بالاخره له بدنامۍ سره ورک شول. په داسې حال کې چې دا کمپنۍ کلونه مخکې د فورسیج په نامه روسي وګړي جوړه کړې وه؛ دا په دې معنیٰ، چې د افغانستان غوندې هېوادونو وګړي د داسې کمپنیو وروستي مشتریان وي، ګټه یې د نورو هېوادونو لومړي مشتریان وړي او تاوان یې افغانانو ته پاتې وي.
د مخنیوي تدابیر: څنګه له دغو دوکو څخه ځان وژغورو؟
په پانګونو کې له درغلیو څخه ځان ساتلو لپاره باید د مخنیوي تدابیر په جدي توګه ونیول شي.
- دقیقه څېړنه وکړئ: د هغو سازمانونو په اړه، چې د پانګونو فرصتونه اعلانوي، دقیقه څېړنه وکړئ؛ لکه د سازمان اعتبار، مخینه او د فعالیتونو د قانونيوالي په اړه یې ځان خبر کړئ. دا چاره سخته نهده، ګوګل وپلټئ او ولیکئ، چې ایا دا پانګونه خو به سکیم یا دوکه نه وي؟
- پانګه اچونه تحلیل کړئ: د هغو پانګونو اړوند، چې پرته له خطر څخه د لوړې ګټې وعدې درکوي، محتاط اوسئ؛ ځکه تل زیات عاید له زیات خطر سره مل وي.
- شفافیت پسې وګرځئ: هغو سازمانو کې پانګونو پسې وګرځئ، چې معلومات یې درست، هر اړخیز او تاسو ته د لاسرسي وړ وي؛ ځکه غیر قانوني شرکتونه د خپلو فعالیتونو په اړه سم معلومات نه خپروي. معمولاً دوی له یوه وېبسایټ او ناقصو او ګونګو معلوماتو پرته بل څه نهلري.
- قانوني تطابق: ځان ډاډمن کړئ، چې ایا دا شرکت مالي علمي اصول او د دولت مقررات په نظر کې نیسي؟ ډاډ تر لاسه کړئ، چې ایا شرکت له قانوني مرجع د فعالیت جواز لري؟ حتیٰ کې یې ولري هم، دا کاملا د شرکت د تصدیق په معنیٰ نهده؛ لکه د میټامکس په نامه شرکت، چې د ۲۰۲۴م کال د اپرېل تر پایه لا فعال وو او تر اوسه افغانان پهکې پانګونه کوي، پهخپل وېبسایټ کې ښيي، چې دوی په کاناډا کې د کار جواز لري. د ټولنیزو رسنیو یوې کاروونکې د پلټنې لپاره د دوی د دفتر فزیکي ادرس ته مراجعه کړې او لیدلي یې دي، چې ادرس یې غلط دی، د ټیلیفون شمېره یې له اتومات ماشین سره وصله ده، له کومو نورو شرکتونو سره چې دوی د همکارۍ ادعا لري، هغه دروغ دي او د کار د میکانېزم او د عاید موندلو په اړوند یې قانع کوونکي معلومات نهشته.
- له مسلکي اشخاصو مشوره وغواړئ: که چېرته د يوې پانګونې اړوند دوهزړي وئ؛ نو له داسې کسانو څخه مشوره وغواړه، چې د پانګونې ټول اړخونه درته روښانه کړي، نه دا چې هغه خپله د همدې کمپنۍ لپاره مارکیټنګ کوي.
- مالي خوندیتابه ته ترجیح ورکړئ: پانګه اچوونکي اکثره چټکې ګټې تر لاسه کولو پسې ګرځي؛ دا د دې لامل کېږي، چې خطر سم محاسبه نهکړي. پانګهوال باید آپډېټ، محتاط او د دې پوهه تر لاسه کړي، چې د مالي نړۍ پېچلتیا درک وکړی شي او د منطقي تصمیم نیولو ظرفیت پیدا کړي. لازمه نهده، چې د زیاتې ګټې په لالچ کې اصلي پانګه له لاسه ورکړئ.
- باخبره خوندي دي: دا چې دا دوکهبازان وکولای شي، نوي بېخبره پانګهوال خپلو لومو کې راګیر کړي، خپل سیسټمونه په چټکۍ سره بدلوي، چې له فهم څخه لرې وساتل شي. د پانګونو په ډولونو کې د تغیراتو د راتللو څارنه له موږ سره په مالي خوندیتابه کې مرسته کوي. اړتیا ده د مالي مسایلو اړوند عمومي پوهه تر لاسه کړئ او کله چې غواړئ پانګونه وکړئ، دا وخت، صبر او یو څه پلټنې ته اړتیا لرئ؛ نو ژر پرېکړې مهکوئ؛ معنیٰ د چټکې ګټې تر لاسه کولو وعدو باندې مه تېر وځئ. دې سره به هم مالي خوندیتابه ته ورسېږئ، هم به مو د پانګونو سالم چاپېریال رامنځ ته کېدو کې مرسته کړې وي.
خلکو ته خبرداری او قانوني پایلې:
ګڼو هېوادونو لکه فرانسې، بلجیم، هسپانیې د مالي ناظرانو په مټ عامو خلکو ته د اومیګاپرو اړوند، چې تصور یې کېده دا یوه لویه دوکه ده، خبرداری ورکړی و؛ خو بیا هم پایلې مطلوبې نه وې؛ ځکه ځینو پانګهوالو د زیاتې ګټې د تر لاسه کولو د حرص له امله خپلې پانګې محدودې نهکړې او دا خبرداري یې جدي ونه ګڼل. د حکومتونو د قانوني اجراتو په پایله کې دا په ډاګه شوه، چې ټولې هغه وعدې، چې د پرمختللي سیسټم په ګډون شوې وې، دروغ وختلې. هېڅ داسې سوداګریز موډل نه و، چې د پانګې حاصل د ګډونوالو تر منځ ووېشي، بلکې د نویو پانګهوالو پانګې د مخکنیو پانګهوالو تر منځ وېشل کېدې.
عبرت اخیستل:
د اومیګاپرو، کیونیټ، فورسیج، میټامکس، Agi4.GPT لسګونو نورو داسې د غلا کمپنیو له رسوا کېدلو وروسته اوس باید د لوړې ګټې انلاین پانګونې دوکې ونه خورو. دا ټولې رسوایانې موږ ته دا درس راکوي، چې مخکې له پانګونې باید احتیاط وشي او د قانوني پانګونو لټه وشي؛ داسې پانګونې، چې پهکې شفافیت، نظم او سالمې اړیکې شته وي. د هغو پانګونو په اړه، چې پرته له خطر څخه د لوړې ګټې تر لاسه کولو خبرې کوي، منعه وشي. ځينې هېوادوال چې ښه پوهېږي دا ډول پانګونې او شرکتونه راتلونکی نهلري، بیا هم هڅه کوي د نورو په دعوت کولو سره خپله ګټه تر لاسه کړي. د ۲۰۲۴م کال د فبروۍ په میاشت کې زه یوې همداسې پانګونې ته دعوت شوم، چې نوم یې بیفمشن (Bfamtion)و، ما هغه نفر ته وویل: زه پانګونه نه پهکې کوم. ته هم، چې هر چا دعوت کړی یې، دوست دې نهدی او دا پانګونه راتلونکی نهلري؛ فکر، صبر وکړه او هر څومره پیسې چې دې ترې ویستلې، هغه وباسه! مه نوره پانګونه کوه او مه هم نور خلک دعوت کوه!
هغه نفر مې یوه میاشت وروسته ولید، ما ته یې ویل: زه خو مې ملګرو تباه کړم؛ ما خو ۵۰۰۰ ایرو پهکې وبایللې؛ هماغه ستا خبرې سمې وې.
نو مسله یواځې د معلوماتو نهشتون نهدی، ځينې خپله معلومات لري؛ خو نور په لومه کې اچوي او ځينې نور بیا معلومات لري؛ خو د حرص له مخې پیسې په قمار وهي او هیله لري، چې ګوندې پیسې به وګټي، یا ګوندې دوی لومړني مشتریان واوسي او زیان ونهکړي.
پایله:
ننني ډیجیټلي عصر د پانګونو ډېر فرصتونه رامنځ ته کړي. دا فرصتونه سره له دې چې له نوښتونو او ګټو خالي نهدي؛ خو د پانګهوالو جدي پاملرنې ته اړتیا لري. داسې احتیاطي تدابیر باید ونیول شي، چې له غلاوو او دوکو، انفرادي خوندیتوب رامنځ ته شي او هم په انلاین پانګونو اعتبار غښتلی شي. انلاین کاروبارونه او پانګونې نه ټولې غلا دي او نه ټولې د باور وړ دي؛ اړتیا ده، اړین معلومات راټول او تحلیل شي، مخکېنۍ قضیې وڅېړل شي او بیا معقول تصامیم ونیول شي. مسوولو ادارو ته هم په کار ده، چې د ناباوري پانګونو او د هغو د نوعیت اړوند پانګهوالو ته لازم معلومات چمتو کړي؛ نه دا چې په عمومي توګه انلاین کاروبارونه بدنام کړي، یا په هر څه بندیز ولګوي. بالاخره د مسلکي کسانو اطلاع رساني، د رسنیو همکاري، د پانګهوالو پلټنه او له سړو مغزو استفاده او د مسوولینو مسوولانه اقدامات کولی شي، د دغې ستونزې شدت تر یوه حده راکم کړي او خلکو ته د قانوني او مصونو پانګونو فرصتونه مهیا کړي.
References
U.S. Securities and Exchange Commission. (n.d.). Pyramid schemes. Retrieved from https://www.investor.gov/protect-your-investments/fraud/types-fraud/pyramid-schemes
Federal Trade Commission. (n.d.). Multi-level marketing businesses and pyramid schemes. Retrieved from https://consumer.ftc.gov/articles/multi-level-marketing-businesses-pyramid-schemes
Encyclopædia Britannica. . Pyramid scheme. Retrieved from https://www.britannica.com/topic/pyramid-scheme
Mihan Blockchain. (2022). SEC charges Forsage founders in $300M crypto Ponzi scheme. Retrieved from https://mihanblockchain.com/sec-charges-forsage-founders-in-300m-crypto-ponzi-scheme/
Arzdigital. (2022). Breaking news on financial platforms. Retrieved from https://arzdigital.com/breaking/1393179/
Safe Exchange 24. Forsage Tron: A closer look. Retrieved from https://safeexchange24.net/forsage-tron/
Huluex Magazine. (n.d.). Founders of investment platform Forsage under scrutiny. Retrieved from https://mag.huluex.com/%D8%A8%D9%86%DB%8C%D8%A7%D9%86%DA%AF%D8%B0%D8%A7%D8%B1%D8%A7%D9%86-%D9%BE%D9%84%D8%AA%D9%81%D8%B1%D9%85-%D8%B3%D8%B1%D9%85%D8%A7%DB%8C%D9%87-%DA%AF%D8%B0%D8%A7%D8%B1%DB%8C-%D9%81%D9%88%D8%B1/
Bit24 Cash Blog. Analysis on recent Ponzi schemes. Retrieved from https://bit24.cash/blog/agigpt/
Video. (Ted Ed). How to stop pyramid schem. Retrieved from https://youtu.be/SBGfHk91Vrk?si=pNCZj8VhNEgXivLn
WikiFax OmegaPro Exit Scam: The Ponzi Scheme that Left Investors in the Dark
https://www.wikifx.com/en/newsdetail/202309273294938321.html
France feeds
https://financefeeds.com/france-regulator-warns-investors-of-omega-pro-businessempire-fr/
Views: 116