د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د واګنر ګروپ ځواکونو له خوا د یوې ډراماتیکې ننګونې له پېښېدو وروسته دغه ملېشه په خیانت محکومه کړې ده.
د “بي بي سي” د راپور په حواله، پوتین د شنبې سهار تلویزیوني وینا کې وویل هغه ټول کسان به سزا وویني چې د روسیې د وېشلو هڅه یې کړې ده.
سرچینه کاږي، لانجه له دې پیل شوه چې د واګنر ملېشې مشر ‘یوګیني پرېګوژین’ د روسیې پوځ تورن کړ چې ګوندې اوکرایین کې یې د ده د ځواکونو پر یوه پنډغالي مرګونی هوايي برید کړی دی. هغه د جمعې پر شپه د پوځ خلاف د پاڅون اعلان وکړ خو دا یې هم وویل چې د پوځي کودتا هوډ نه لري.
د راپورونو له مخې، د پرېکوژین ملېشې تر دغه اعلان وروسته د مسکو پر لور حرکت پیل او د اوکرایین پولې ته نږدې د روسیې “روستوف نادونو’ ښار ته ننوتي دي.
پرېګوژین ویلي چې دغه ښار د دوی تر کنټرول لاندې دی او ولادمیر پوتین هم دغلته وضعیت ناڅرګند بللی دی.
ولسمشر پوتین په ټلویزیوني وینا کې ژمنه وکړه چې د روسیې په سویل روستوف – آن – ډون سیمې د ثبات لپاره به پرېکنده ګامونه پورته کړي، چېرې چې د واګنر ګروپ مشر یوګیني پریګوژین ویلي چې ځواکونو یې د ټولو پوځي تاسیساتو کنټرول ترلاسه کړی دی.
ده ويلي: «دا د روسیې او زموږ د خلکو لپاره یو ګوزار دی او د دغه ډول ګواښ پر وړاندې د وطن د دفاع لپاره زموږ اقدامات به جدي وي. ټول هغه کسان چې په قصدي ډول یې د خیانت په لار ګام پورته کړی، وسله وال پاڅون یې کړی، توره او تروریستي لاره یې خپله کړې، دوی ته به په قاطع توګه سزا ورکړل شي، هم د قانون او هم زموږ خلکو ته به حساب ورکوونکي وي.»
هغه زياته کړې، دا مهال د روسیې د بقا جگړه روانه ده او په وینا یې هر ډول کورنۍ ناکراري د روسیې حکومت او ملت لپاره یو ډېر ستر ګواښ دی.
د بي بي سي سرچینو ته معلومه شوې چې د واګنر ګروپ ځواکونو په ورڅېرمه ورونېش ښار کې هم پر ټولو پوځي تاسیساتو ولکه ټینګه کړې ده.
د دغه ښار چارواکو تر اوسه په دې اړه څه تبصره نه ده کړې.
له دې سره د روستوف والي د احتمالي داخلي جګړې د ناوړه پایلو خبرداری ورکړی دی. واسیلي ګولوبېف د ټېلېګرام یوه پوست کې له خلکو غوښتي چې له ولسمشر پوتین سره ودرېږي.
د روسیې حکومت تر دغو اقداماتو وروسته پریګوژین پر وسله وال بغاوت تورن کړی دی.
د راپورونو له مخې، د احتمالي ناکراریو مخنیوي لپاره د روسیې پلازمېنه او شاوخوا سیمو کې د ترهګرۍ ضد وضعیت اعلان او دغلته اضافي ځواکونه او زغره وال ګاډي هم ځای پر ځای شوي.
Views: 5