د بغلان ځايي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې راغلو سېلابونو د ځاني زیان اړولو سربېره څلور زره کورونه ویجاړ او لس زره څاروي تلف کړي دي.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي مصطفی هاشمي وویل، په دغه ولایت کې د تېرو دوو ورځو ورښتونو او سېلابونو له امله د ځاني زیانونو اوښتو ترڅنګ څه باندې څلور زره کورونه په بشپړ ډول ویجاړ، شاوخوا دوه زره نور یو څه زیانمن او تر لس زره ډېر څاروي تلف شوي دي.
هغه وايي، دا شمېرې وروستۍ نه دي، ښايي د اوښتو زیانونو کچه لوړه شي.
بلخوا، د یاد ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ یو قومي مشر سردارولي کوچی وايي، په سیمه کې یې لا هم خلک د سېلاب په اوبو کې په خپلو ورکو عزیزانو پسې ګرځي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت معلوماتو له مخې، بغلان کې وروستیو سېلابونو لږ تر لږه ۳۱۵ کسان مړه کړي او ۱۶۳۰ نور ټپیان دي.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي چې بغلان، تخار، بدخشان، هرات او غور ولایتونو کې د سېلابونو له امله ۱۶۲ کسان مړه او ۲۲۶ نور ټپیان شوي او دغه راز ۸۸۰۰ کورونه په قسمي او بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند ملا جانان سایق نن رسنیو ته په لېږلي ویډیو کلېپ کې ويلي چې بغلان، تخار، بدخشان، هرات او غور ولایتونو کې سېلابونو یو شمېر هېوادوالو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
دی وايي، د دغو سېلابونو له امله ۱۶۲ کسان مړه، ۲۲۶ کسان ټپیان، ۸۸۰۰ کورونه په نیمه او بشپړ ډول ویجاړ شوي او ۳۷۱۰ څاروي هم له منځه تللي دي.
د یادونې ده، د یاد ولایت ځايي چارواکي له خیریه بنسټونو او شتمنو افغانانو غوښتنه کوي چې له سېلابځپلو سره مرستې وکړي.
Views: 26