د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په بغلان کې د راغلو سېلابونو له امله ۳۱۵ کسان مړه او ۱۶۳۰ نور ټپیان شوي، دغه راز څه باندې ۲۶۰۰ کورونه په بشپړ او قسمي ډول ویجاړ شوي دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن سهار (یکشنبه) پر اېکس‌پاڼه کې لیکلي چې د ولایتي ریاست راپور له مخې: «د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ په شیخ‌جلال کلي او صلح ښارګوټي او د بورکې ولسوالۍ په شرشر ‎کلي کې د سېلابونو له امله ۳۱۵ کسان شهیدان او ۱۶۳۰ نور ټپیان شوي، دوه زره ۶۶۵ کورونه په بشپړ او قسمي ډول ‎ویجاړ شوي او ۱۰۰۰ څاروي له منځه تللي دي.»

سرچينې ليکلي چې یادې شمېرې لومړنۍ دي او د مالي او ځاني زيانونو کچې لوړېدو احتمال هم شته.

خو پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند محمدجانان سايق وويل، د نوو شمېرو راټولوو په حال کې دي ‎چې وروسته به يې له رسنيو سره شريکې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ پېښو د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ويلي وو، له تېرو دوو ورځو راهیسې په تخار، بدخشان، غور او بغلان ولايتونو کې د سېلابونو راوتو له امله ٨٥ کسان مړه او شاوخوا ١٠٠ نور کسان ټپيان شوي دي.

بلخوا، د بغلان د والي وياند ملا علم ‎مجيدي تېره شپه ناوخته ویلي وو چې په دغه ولايت کې د وروستيو سېلابونو له امله ١٣٠ کسان مړه او ١٠٠ نور ټپيان شوي دي.

Views: 12