د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د بغلان ولایت په سېلابونو کې ۳۰۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او څه باندې زر کورونه ویجاړ شوي دي.

د اسلامي همکاریو سازمان، ملګرو ملتونو او د ماشومانو د ژغورنې سازمان پر نړۍواله ټولنه او مرستندویو سازمانونو غږ کړی چې په افغانستان کې له سېلاب‌ځپلو سره مرستې وکړي.

پېښو ته د رسېدو چارو کې د دولت وزارت تېره ورځ ویلي وو، په تېرو دوو ورځو کې د سېلابونو له امله په تخار، بدخشان، غور او بغلان ولایتونو کې ۸۵ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او شاوخوا سل نور ټپیان شوي خو د بغلان د والي ویاند ملا عالم مجیدي بیا بېګا ناوخته وویل چې د بغلان په بورکې او مرکزي بغلان ولسوالیو کې د سېلابونو له امله ۱۳۰ کسان مړه او شاوخوا ۱۰۰ نور ټپیان شوي دي.

په افغانستان کې د ماشومانو د ژغورنې سازمان د خبرپاڼې له مخې، د دغه سازمان مشر ارشد ملک د یادو سېلابونو په اړه ویلي: «ژوند او معیشت له منځه تللي، سیلابونو کورونه ویجاړ کړي او څاروي یې وژلي، ماشومانو هر څه له لاسه ورکړي، هغه کورنۍ چې لا هم د درېیو کلونو وچکالۍ له اقتصادي اغېزو رنځ وړي، بېړنۍ مرستو ته اړتیا لري.»

دی وایي چې د روان میلادي کال له پیله راهیسې په افغانستان کې شاوخوا ۱۳۰۰۰ کسان د سېلابونو او ځمک‌ښویېدنو په ګډون له ناورینونو اغېزمن شوي دي.

هغه ویلي، افغانستان په نړۍ کې یو له هغو هېوادونو دی چې د اقلیم له پلوه ډېر اغېزمن شوی، خو د اقلیم له کړکېچ سره د مقابلې لپاره تر ټولو لږ چمتووالی لري.

ارشد ملک زیاتوي چې نړۍواله ټولنه باید په افغانستان کې د اقلیم د کړکېچ د سملاسي او اوږدمهاله اغېزو د له منځه وړو لپاره لا ډېرې مرستې وکړي او دې برخې ته ډېره بودجه ځانکړې کړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري چارو ځانګړی همغږی‌کوونکی انډریکا راټواټ پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې افغانستان د اقلیمي بدلون له امله د لسو اغېزمنو هېوادونو په ډله کې دی.

هغه زیاته کړې،، اقلیمي ټکانونه اغېزمنې ټولنې له‌منځه وړي او له اقلیمي بدلون سره د ځان برابرۍ لپاره د افغانانو بېړنی ملاتړ مهم دی.

راټواټ لیکلي چې نړۍواله ټولنه باید د افغانستان له خلکو ملاتړ زیات کړي.

دغه راز، د اسلامي همکارۍ سازمان هم پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي له خپلو ټولو غړو هېوادونو، د نړۍ له نورو هېوادونو او مرستندویه سازمانونو غوښتي چې له سېلاب‌ځپلو افغانانو سره ژر تر ژره ژوند ژغورونکي مرستې وکړي؛ له اقلیمي بدلون سره د ځان برابرونې لپاره د افغانانو بېړنی ملاتړ مهم دی.

Views: 14