کاناډا ته ډېری نوي راغلي افغانان د خپل مسلک او زده کړو اړوند دندو په پیدا کولو پسي سرګردانه کېږي. ډېری د کاناډا د کار له بازار سره نابلده، د خپلو تحصیلي اسنادو د ارزونې او مسلکي کورسونو په پیدا کولو کې د خپلي نابلدتیاله امله له ستونزو سره مخ کېږي او دغه راز هغه افغانان چې غواړي سوداګري وکړي، هغوۍ هم له ورته ستونزو سره مخ دي.
دا چې د ووډ ګرین اداره (Woodgreen Community Services) د نږدي سل کلنې تجربې او په ټورنټو کې له ۴۰ زیاتو دفترونو په درلودلو سره د دې نوو راغلوو افغانانو لپاره کوم خدمتونه وړاندي کوي، په همدې اړه وصال ټلوېزیون د دې ادارې د برنامو او کارموندنې د برخې له رییس وحید امین سره مرکه کړې ده.
په دې مرکه کې نوو راغلوو افغانانو لپاره د ووډ ګرین ادارې د خدمتونه په اړه معلومات وړاندې شوي دي.
Views: 16