د ننګرهار ځايي چارواکي او د سیمې خلک وايي، تېره ورځ د جلال‌آباد ښار کابل‌کمپ سیمه کې د ګمرک اړوند ځمکې پرسر راپورته شوې شخړه کې درې کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

پاچا خان اشنا وصال ټلوېزیون ته وویل طالبانو ځايي خلکو ته د کورونو د تخلیي امر وکړ  خو ځايي خلک ورته وویل چې بل ځای سرپناه نه لري،  د همدي امله خلکو په لاریون لاس پورې کړ چې طالبانو په لاریون کوونکو ډزې وکړي او څلور تنه مړه دي او ۶ تنه ټپیان شول او د هغې وروسته لاریون کوونکو د کابل-تورخم لاره بنده کړه.

د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر قریشی بدلون وویل: «تېره ورځ د جلال‌اباد ښار کابل کمپ سیمه کې هغه مهال چې د ننګرهار ګمرک اړوند پر پنځه سوه جریبه ځمکه د احاطې دیوال جوړېدو چارې روانې وې چې ځايي کوچیانو یې مخنیوی کاوه چې په پایله کې یې اخ و ډب رامنځته شوی، درې کسان وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.»

Views: 13