د ننګرهار حکومتي مسوولين وايي، له پاکستاني لوري سره دې هوکړې ته رسېدلي، هغه افغانان چې قانوني اسناد نه لري تر راتلونکي لوی اختره کولى شي په تذکره افغانستان ته سفر وکړي.
مسوولين وايي، د دغو افغانانو له ډلې يو شمېر يې تېره شپه هېواد ته راستانه شوي هم دي.
د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ اړوند د تورخم ښارګوټي کميسار عصمتالله یعقوب تاييد کړه چې تېره شپه پاکستاني چارواکو افغانانو ته په تذکره د راتګ اجازه ورکړې ده.
هغه زياته کړه، په تورخم کې یې پاکستاني مسوولينو ته قناعت ورکړى چې تر اختره هغو افغانانو ته په تذکره افغانستان ته راتګ اجازه ورکړي چې دا مهال په پاکستان کې مېشت دي او قانوني اسناد نه لري.
عام خلک دغه کار ګټور ګڼي او غوښتنه کوي چې تر اختر وروسته دې هم دا چاره دوام پيدا کړي.
د ننګرهار ولايت يوه اوسېدونکي احمدشاه وويل چې ورور يې د کار په موخه پاکستان ته تللی و، خو اسناد يې نه درلودل او ډېر وخت پر دې و نه توانېد چې بېرته هېواد ته راستون شي.
هغه زياته کړه: «دې کار ته ډېر خوشحاله يو، انشاءالله ډېر ژر به مې ورور هېواد ته راستون شي.»
هغه وايي، هڅه بايد وشي چې په تذکرو افغانانو ته پاکستان ته د تګ راتګ دايمي زمينه برابره شي؛ ځکه ډېر افغانان هلته اوسېږي او مړي ژوندي ته د راتګ راتګ پر وخت له ستونزو سره مخ وي.
د يادولو ده، په تېر کوچني اختر کې هم د تورخم ښارګوټي د مسوولینو له لوري ورته اقدام تر سره شوی و.
Views: 10