د خوړو نړۍوال پروګرام (ډبلیواېف‌پي) وايي، اوسمهال په افغانستان کې درې ميليونه ماشومان پر خوارځواکۍ اخته دي او دوی یوازې د یو میلیون ماشومانو درمنله کولی شي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پرواګرام (ډبلیواېف‌پي) نن پر خپله اېکس‎پاڼه ليکلي، دا مهال په ټول افغانستان کې درې میلیونه ماشومان پر خوارځواکۍ اخته دي.

یاد سازمان ویلي، دوی له هرو درېیو ماشومانو يوازې د يوه یې درملنه کولی شي.

سرچینې لیکلي، پر افغانستان د مرستو کمولو تر ټولو ډېر زيان ماشومانو ته رسېږي او په خبره یې، د ماشومانو ژوند ژغورنې لپاره مالي ملاتړ حیاتي ارزښت لري.

Views: 12