کورنیو چارو وزارت وايي چې د بدخشان په مرکز فیض‌اباد ښار کې د چاودنې له امله درې پولیس سرتېري وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ذبیح‌الله امیري وویل، نن له غرمې مخکې شاوخوا ۱۱ بجې د بدخشان د فیض‌اباد ښار په جوزون سیمه کې په یوه موټرسایکل کې ځای پر ځای شوي چسپکي ماین چاودنه کړې ده.

هغه وویل چې دغه ماین داسې مهال چاودنه کړې چې د پولیسو موټریز کاروان د کوکنارو کښتونو د له منځه وړلو لپاره له سړکه تېرېده.

بلخوا، د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع پر اېکس‌پاڼه لیکلي چې د لومړنیو معلوماتو له مخې، په دغه چاودنه کې درې پولیس سرتېري وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

هغه زیاتوي چې د دې پېښې په اړه د پولیسو پلټنې پیل شوې دي.

Views: 8