د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې د پنځو یو ورځنیو سیالیو په لړ کې په پنځمه او وروستۍ لوبه کې هم د سریلانکا الف لوبډلې ته په پنځو ویکټو ماتې ورکړه.
د نننۍ لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او خپله یې لومړی د توپاچونې پرېکړه وکړه.
په دغه لوبه کې لومړی توپوهنه د سریلانکا الف لوبډلې وکړه او په ۴۳ اوورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۹۷ منډې وکړې.
د افغانستان له لوري په توپاچونه کې نوید ځدراڼ څلور، ننګیالي خروټي درې او قیس احمد د سریلانکا الف لوبډلې یو لوبغاړي وسوځول.
په مقابل کې افغان لوبډلې یاد هدف په ۴۵ اوورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره او لوبه یې وګټله.
په دغه سیالۍ کې د افغان لوبډلې له لوري په توپوهنه کې ریاض حسن ۷۴، شاهدالله کمال ۴۷، دروېش رسولي ۳۶ او ننګیالي خروټي ۲۷ منډې وکړې.
په دغو سیالیو کې افغانستان دوه او سریلانکا درې لوبې وګټلې او دغه راز د سریلانکا الف لوبډلې لوبلړۍ ۳ پر ۲ وګټله.
د یادونې ده، له یادو سیالیو وروسته به د هېواد الف لوبډله د روانې مې میاشتې په ۱۱مه د سریلانکا له الف لوبډلې سره څلور ورځنۍ سیالۍ پیل کړي چې د همدې میاشتې تر ۱۴مې به د یاد هېواد په پلازمېنه کولمبو کې دوام ومومي.
Views: 20