د جوجیتسو افغان ورزشکار نصیراحمد الهام په اسیایي لوبو کې خپل ازبکستاني سیال ته په ماتې ورکولو د برونزو مډال وګاټه او د دغو سیالیو نیمه پای‌لوبې ته یې لار پیدا کړه.

نصیراحمد الهام پرون د خپلې فېسبوک پاڼې پر سټوري لیکلي، د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ ښار کې د جوجیتسو اسیایي سیالیو کې خپل پیاوړي ازبکستاني سیال ته په ماتې ورکولو سره په دغو لوبو کې نیمه پای‌لوبې ته لار پیدا کړه.

نوموړي دغه راز لیکلي، د افغانستان لپاره د سرو زرو مډال ګټلو په هیله.

د یادونې ده، یادې سیالۍ د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ ښار کې روانې دي چې له بېلابېلو هېوادونو په کې ورزشکارانو ګډون کړی دی.

Views: 11