کاناډا کې د کرکټ مخکنیو افغان لوبغاړو د «افغان کېنډین اتلانو» په نوم لوبډله جوړه کړه

مې 2, 2024

د کاناډا په ټورنټو ښار کې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم او ۱۹ کلنو لوبډلې مخکنیو یو شمېر غړو د «افغان کېنډین اتلانو» په نوم لوبډله جوړه کړې ده.

دغه لوبډله چې ډېری ګډون‌وال یې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم او ۱۹ کلنو لوبډلې مخکني غړي دي، د کاناډا په ټورنټو کې ښار کې د یو شمېر کاناډا مېشتو افغانانو په شتون سره د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوه.

په دې لوبډله کې داسې افغان لوبغاړي هم شامل دي چې د کرکټ په بېلابېلو نړۍوالو لیګونو کې د افغانستان په استازي‌توب لوبېدلي دي.

په کاناډا کې د «افغان کېنډین اتلانو لوبډلې» مشري د افغانستان د کرکټ ملي ټیم او ۱۹ کلنو لوبډلې مخکنی لوبډل‌مشر او د کاناډا د کرکټ لوبډلې پخوانی مرستیال روزونکی دولت‌خان ځاځی کوي.

دولت‌خان ځاځي له وصال ټلوېزیون سره خبرو کې ټینګار وکړ چې د دې لوبډلې د لوبغاړو ښې روزنې لپاره چمتو دی څو وکولای شي په اسانۍ د کاناډا ملي لوبډلې ته لار پیدا کړي.

‎د یادې لویډلې یوه بنسټ‌ګر شېراغا همکار وصال ټلوېزیون ته وویل: «د دې لوبډلي د جوړېدو موخه دلته په کاناډا کې د مېشتو افغان لوبغاړو یو ځای کول او ملاتړ دی چې تر اوسه په مختلفو لیګونو کې لوبېدلي دي.»

د افغان کېنډین اتلانو لوبډلې یوه غړي ‎عبدالواسع نوري د دې لوډلې جوړېدل په کاناډا کې د مېشتو افغان کرکټ لوبغاړو د یوځای کېدو او په راتلونکي کې د ښو لاسته‌راوړنو لپاره یو ښه فرصت وباله.

په دغه مراسمو کې چې د کاناډا په اونټاریو ښار کې د افغان ورزش‌کارانو ټولنې مرستیال ګلاب‌الدین فیض هم د دې لوبډلې په جوړېدو خوښي څرکنده کړه ‎او د هېواد د کرکټ ټیم لاسته‌راوړنې او فوټسال ملي لوبډلې وروستۍ بریا یې وستایله.

دغه راز کاناډا مېشتو افغانانو هم  دغه ډول ورزشي لوبډلې له جوړېدو هرکلی وکړ او دا یې په کاناډا کې د افغان ماشومانو او ځوانانو لپاره یو هیله‌بښونکی اقدام وباله.

په پای کې د يادې لوبډلې مسوولینو له نورو افغان سوداګرو او شتمنو د هر ډول ‎مالي ملاتړ غوښتنه وکړه.

Views: 11