د ګلوبل ویلیج یا نړیوال کلي سوداګریز نندارتون چې هر کال د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې پرانستل کېږي او شپږ میاشتې دوام کوي چې سږ کال په کې افغانستان دویم مقام ترلاسه کړ.

په ګلوبل ویلیج کې د افغانستان د څانګې مشر میر خان مقُری وصال ټلوېزیون ته وویل، په تېرو دوو لسیزو کې دا لومړی ځل دی چې افغانستان دویم مقام ته رسېدلی دی.
نوموړی وايي، په دغه نندارتون کې د افغانستان تولیدات، لاسي صنایع، موسیقي، هنري پارچې، افغاني لباسونه، وچې او تازه مېوې، قیمتي کاڼي، ګاڼې، او خواړه نندارې او پلور ته وړاندې شوی دي.
د یادونې وړ ده چې په دغه سوداګریز او کلتوري نندارتون کې تر ۳۵۰۰ زیاتو سوداګرو د ۹۳ کلتورونو په استازولۍ ۲۷ څانګې پرانیستې دي. دغه نندارتون ته هر کال تر اووه میلیونه زیات خلک د پېر، پلور او نندارې لپاره راځي.
Views: 24