نړۍوال بانک ویلي چې د معیشتي پروژو د پلي کولو لپاره له افغانستان سره د ۸۴ میلیون ډالرو مرسته کوي.
نړۍوال بانک تېره ورځ یوه راپور کې ویلي چې ټاکل شوې دا پیسې د افغانستان د اماني صندوق (ARTF) او د نړۍوال پراختیایي انجمن (IDA) له لارې په افغانستان کې د معیشتي پروژو د تطبیق لپاره ولګول شي.
د نړۍوال بانک د افغانستان څانګې مسوولې ملیندا ګوډ په دې اړه ویلي چې د نړۍوال پراختیا انجمن تېرو ۱۸ میاشتو کې د دغو پیسو د لګښت لپاره یو مشخص چوکاټ د کار او خدماتو وړاندې کول په ځانګړي ډول د ښځو لپاره برابر کړی دی.
نوموړې ویلي چې د نړۍوال پراختیايي انجمن (IDA) په دغو مرستو سره به شپږو حوزو او ۲۶ ولایتونو کې خلکو ته بېلابېلو برخو کې خپلو خدماتو وړاندې کولو ته دوام ورکړي.
د یادونې ده، دا پروژه په ۲۰۲۲ کال کې د افغانستان د اماني صندوق له خوا د نړۍوال بانک په ۲۶۵ میلیونو ډالرو په کلیو او ښارونو کې د معیشتي خدماتو او ملاتړ، د ښځو لپاره د بلاعوضه مرستو او د ټولنیزو بنسټونو د خدماتو پیاوړتیا لپاره پیل شوې.
دې پروژې تر اوسه څه باندې ۷۷۶ زرو کورنیو ته لنډمهاله کارونه برابر کړي چې له دې لارې شاوخوا ۵.۴ میلیون افغانان برخمن شوي دي.
دغهراز په افغانستان کې ۹۲۲۰۰ زیانمنونکو کورنیو ته چې د ډېری یې سرپرستي ښځې کوي، د دې پروژې له نغدي او غیر نغدي مرستو برخمنې شوې دي.
نړۍوال بانک زیاتوي چې په افغانستان کې یې نږدې ۷،۴ میلیون کسانو ته بېلابېلو برخو کې لکه د لارو، روغتیایي مرکزونو او د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي امکانات برابر کړي دي.
له دې مخکې نړۍوال بانک د تېر کال د سلواغې په ۲۷مه ویلي وو چې له افغانستان سره د ۳۰۰ میلیون ډالرو مرسته کوي او ټاکل شوې چې دا پیسې د طالبانو له لاسرسي پرته د ملګرو ملتونو بنسټونو له خوا مصرف شي
Views: 21