د افغانستان د والیبال فدراسیون وایي چې د هېواد د والیبال ملي لوبډله د پاکستان په کوربه‌توب د مرکزي اسیا د والیبال سیالیو کې ګډون کوي.

د افغانستان د والیبال فدراسیون وایي، د مرکزي اسیا زون د والیبال سیالیو پچه اچونه ترسره شوه او په یادو لوبو کې به افغانستان له پاکستان، ایران، سریلانکا، ترکمنستان او قرغزستان سره لوبې وکړي.

یاد فدراسیون نه دي ویلي چې د افغانستان د والیبال ملي لوبډله به له یادو هېوادونو سره په کومو نېټو لوبې ترسره کړي.

همدارنګه د افغانستان د والیبال فدراسیون سکرتر جنرال محمدناصر نوري نن وویل چې دغه سیالۍ د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې د راتلونکې مې میاشتې په ۱۱مه پیلېږي او د همدې میاشتې تر ۱۷مې به دوام وکړي.

نوموړي زیاته کړه، په دغو سیالیو کې د افغانستان په ګډون شپږ لوبډلې برخه لري.

هغه وایي، د هېواد د والیبال ملي لوبډله یادو سیالیو ته د چمتووالي په موخه اوسمهال په کابل کې تمرینونه ترسره کوي او د راتلونکې مې میاشتې په ۹مه به اسلام‌اباد ته ولاړه شي.

د یادونې ده چې افغانستان د مرکزي اسیا زون د والیبال سیالیو کې تېر کال درېیم مقام ترلاسه کړی و.

 

Views: 25