د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې له قرغیزستانه لوبه وګټله او په دې سره یې د لومړي ځل لپاره د فوټسال نړېوال جام ته لار ومونده.
د افغانستان لوبغاړو نن (یکشنبه) سهار نههنیمې بجې په ټایلینډ کې له قرغیزستان سره په زړهپورې لوبه وکړه او پنځه پر درې ګولونو یې یاد هېواد ته ماته ورکړه.
ملي لوبغاړي په لومړۍ نیمايي کې بریالي شول او په دویمه نیمايي کې هم ښه وځلېدل.
په دې سیالۍ کې د افغانستان لپاره امید قنبري، اکبر کاظمي، مهدي نوروزي او مهران غلامي (دوه ځلې) ګولونه ووهل.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون هم د دې بریا مبارکی ورکړې او لیکلي یې دي: «زموږ د هېواد د فوټسال ګرانو ملي لوبغاړو د قرغزستان پر وړاندې د پنځه پر درې بریا په ترلاسه کولو د نړۍوال جام پلېاف وروستي پړاو او په تاریخ کې یې په لومړي ځل نړۍوال جام ته لار ومونده.»
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې سرروزونکي مجید مرتضایي پرون له قزاقستان سره له لوبې مخکې خبري ناستې ته وویل، اسیا باید باور وکړي چې په فوټسال کې د افغانستان په نوم یو قدرت شته.
افغانستان د ۲۰۲۴ فوټسال اسیایي ملتونو جام کې دوه بریاوې، دوه ماتې او یوه مساوي لوبې ریکارډ لري.
د فوټسال نړۍوال جام سیالیو لسم پړاو د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر له ۱۴مې بیا د اکتوبر تر۶مې پورې ترسره کېږي او ۲۴ لوبډلې به پهکې ګډون ولري.
دا څلورم ځل دی چې یادې سیالۍ په اسیا او لومړی ځل دی چې په مرکزي اسیا کې ترسره کېږي.
د پرتګال ملي لوبډله چې د تېرو سیالیو اتلولي یې ګټلې وه، په دغو سیالیو کې له خپلې اتلولۍ دفاع کوي.
Views: 7