د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی ګلبدین نایب به د لومړي ځل لپاره د هند په سوداګریزو سیالیو کې له ډیلي کپیټل لوبډلې سره ولوبېږي.

د افغانستان کرکټ بورډ پژواک خبري اژانس ته تایید کړه چې ګلبدین نایب د هند کورني لیګ «ای‌پي‌اېل» کې د ډیلي کپيټل لوبډلې له خوا غوښتل شوی چې ژر به ورسره یوځای شي.

دا د هند په روان سوداګریز لیګ کې نهم افغان لوبغاړی دی چې اخیستل کېږي.

د یادونې ده، روان ۲۰۲۴ کال د هند په سوداګریزو سیالیو کې له افغانستانه راشد خان، محمدنبي، عظمت‌الله عمرزی، فضل‌الحق فاروقي، رحمن‌الله ګربز، نوراحمد لکڼوال، نوین‌الحق او الله‌محمد غضنفر د بېلابېلا لوبډلو له لوري اخیستل شوي دي.

Views: 29