د ټایوان هواپېژندنې ادارې اعلان کړی چې د دوشنبې له شپې څخه د سهشنبې ورځې تر لومړیو ساعتونو د دغه هېواد ختیځې څنډې لږ تر لږه ۸۰ لویو او کوچنیو زلزلو لړزولې چې تر ټولو زوروره یې د رښتر په کچه ۶،۳ درجې وه.
رویترز اژانس خبر ورکړی چې د یادو زلزلو مرکز د «هوالین» کلي پراخې برخې دي.
د دې زلزلې ټکانونه د ټایوان پلازمېنه تاپه ښار کې هم احساس شوي دي.
ورته مهال، د ځاني تلفاتو راپور نه دی ورکړل شوی.
دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د اپرېل په ۳مه هم د دغه هېواد په ختیځ کې ۷،۴ درجې زلزله شوې وه او د سونامې خبرداری هم ورکړل شوی و.
ټایوان کې له هماغه مهال راهیسې سلګونه زلزلې شوې دي.
Views: 6