د کرکټ هندي مبصر ډیونډر کومار چې د افغان کرکټ ملي لوبډلې او لوبغاړو ملاتړی او مینه‌وال بلل کېږي، ویلي چې د قوش‌تېپې شل‌اوریز جام سیالیو لپاره افغانستان ته ځي.

د کرکټ دغه هندي مبصر ډیونډر کومار وایي چې د قوش‌تېپې شل اوریز جام کې د ګډون په موخه خپل دویم کور افغانستان ته ځي.

هغه پر خپله فېسبوک‌پاڼه په پښتو لیکلي: «د قوش‌تېپې جام شل‌اوریزو سیالیو ته زه هم خپل دویم کور افغانستان ته درځم، په دې هیله چې تاسې هم یادو سیالیو ته راشئ، په شریکه به له کرکټه خوند واخلو او نړۍ ته به ښکاره کړو چې نور افغانستان د امن او خوندونو کور دی.»

د کرکټ دغه هندي مبصر او کمینټري‌ټر تل له افغانستان سره د مینې په خاطر پر خواله رسنیو د افغان ملي لوبډلې او لوبغاړو ستاینه او ملاتړ کړی دی.

د یادولو ده، د قوش‌تپې ملي شل‌اوریزې سیالۍ به د نوي مهالوېش له مخې، د هېواد د پنځړو زونونو اړوند لوبډلو ترمنځ د راتلونکې مې میاشتې په لومړۍ نېټه پیل او د همدې میاشتې تر ۱۳مې به د کابل کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.

Views: 47