خیبرپښتونخوا کې د حکومت ویاند وایي، پاکستان کې په قانوني توګه د مېشتو افغانانو ایستل به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې خرابې کړي.

پاکستانۍ رسنۍ ډان نیوز تېره شپه د خیبرپښتونخوا د حکومت ویاند محمدعلي سیف له قوله لیکلي، هغه افغان کډوال چې قانوني اسناد لري او د دغو اسنادو پر اساس پاکستان کې اوسېږي، باید نه وځورول شي او نه وایستل شي.

نوموړي زیاته کړې چې دا ډول اقدامات به د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې خرابې کړي.

هغه ټینګار کړی، که په قانوني توګه د مېشتو افغانان پر ضد کوم ګام پورته شي نو د افغانستان او پاکستان ترمنځ به کرکه، ناسم پوهاوی او بې‌اعتمادي رامنځته شي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په خیبرپښتونخوا کې د دوی احصایې ښیي چې په دغه صوبه کې ۳۵۹ زره افغانان په قانوني توګه اوسېږي.

د راپورونو له مخې، د تېر میلادي کال له اکتوبر راوروسته له پاکستانه شاوخوا ۵۰۰ زره افغانان په زور وایستل شول او د جبري ایستلو دویمه لړۍ د روان لمریز کال د وري میاشتې په ۲۸مه بېرته پیل شوه او ټاکل شوې شاوخوا ۸۰۰ زره افغان کډوال راوباسي.

 

Views: 10