د افغانستان د جودو فدراسیون وایي چې د جودو ملي لوبغاړی محمدصمیم فیضاد د اسیایي سیالیو په لړ کې نن له خپل چینایي سیال سره لوبه کوي.
یادې سیالۍ (د اپریل په ۱۸مه) په هانګکانګ کې پیل شوې چې د همدې میاشتې تر ۲۴ مې به دوام ولري.
د افغانستان د جودو فدراسیون رییس ذبیحالله نظري وویل چې د جودو ملي لوبغاړی محمدصمیم فیضاد د اسیایي سیالیو په لړ کې نن له خپل چینایي سیال سره لوبه کوي.
نوموړي وویل، په دغو سیالیو کې له افغانستان څخه دوه ورزشکارانو محمدصمیم فیضاد په ۸۱ کیلو وزن کې او فیصل جبارخېل د ۹۰ کیلو وزن په درلودو سره ګډون کړی دی.
د افغانستان د جودو فدراسیون د معلوماتو له مخې، په دغو سیالیو کې له ۳۶ هېوادونو څخه ۲۷۲ د جودو لوبغاړي برخه لري.
دا په داسې حال کې ده چې د تېرې وري میاشتې په ۳۰مه د جودو ملي لوبغاړې محمدصمیم فیضاد او فیصل جبارخېل په دغو سیالیو کې د ګډون لپاره هانګ کانګ ته تللي دي.
Views: 9