د فرانسې په پلازمېنه پاریس ښار کې سلګونه افغان کډوالو د یو لاریون په ترسره کولو سره د فرانسې له دولت څخه و غوښتل چې ژر تر ژره د درېيو وژل شويو افغان کډوالو قاتلين معلوم کړي.
د روانې اپريل مياشتې په اوومه نېټه فرانسې په پاريس ښار کې درې افغان کډوال چې هلته يې مسافرې شپې ورځې تېرولې په خپل کور کې په مرموز ډول وژل شوي وو.
په همدې تړاو د شنبې په ورځ په پاریس ښار کې سلګونه افغان کډوال راټول شوي وو او د يوه لاريون په ترڅ کې يې له حکومته وغوښتل چې دا پېښه جدي وڅېړي.
لاريون کوونکو چې بېلابېل شعارونه يې ورکول؛ له حکومته دا هم وغوښتل کې په دغه هېواد کې د افغانانو ژوند پاملرنه وکړي او د دوی ټول حقوق دي خوندي کړي.
دوی دغه راز خبرداری ورکړی، که چېرې د يادې پېښې عاملين پيدا نه شي، نو خپلو لاريونونو ته په لا دوام ورکړي.
Views: 11