د راپورونو له مخې، د مرکزي افریقا په پلازمېنه کې د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې شاوخوا ۵۰ کسان مړه شوي دي.
رویټرز خبرې اژانس تېره شپه خبر ورکړې چې د مرکزي افریقا جمهوریت په پلازمېنې بانګوی کې شاوخوا ۵۰ کسان په سیند کې د یوې کښتۍ ډوبېدو له امله مړه شوي دي.
د یاد هېواد د ساتنې ادارې مشر توماس ډجیماس ویلي، دوی له پېښې څخه ۴۰ دقیقې وروسته خبر شول او ژغورونکي وتوانېدل چې شاوخوا ۵۰ جسدونه راوباسي.
هغه ویلي، د مپوکو په سیند کې د احتمالي نورو ډوب شوو کسانو پسې لټون دوام لري.
سرچینې زیاته کړې، دغه پېښه د جمعې په ورځ هغه وخت رامنځته شوه چې یاد کسان یوه کلي ته د جنازې لپاره روان وو.
دا په داسې حال کې ده چې د تېرې وري میاشتې په ۲مه هم د سوېلي افریقا په یو هېواد موزمبیق کې د یوې کښتۍ ډوبېدو په پېښه کې ۹۱ کسان مړه شوي وو.
Views: 11