د امریکا بهرنیو چارو وزارت وايي، پر هغو څلورو بهرنیو شرکتونو یې بندیزونه لګولي چې د پاکستان بالسټیک توغندیو پروګرام لپاره یې د موادو په برابرولو کې مرسته کړې ده.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه شرکتونه چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت بندیزونه پرې لګولي، یو یې په بیلاروس او درې نور یې په چین کې مرکزي دفترونه لري.
خبرپاڼه کې راغلي، دغو څلورو شرکتونو پاکستان ته داسې مواد لېږل چې د لرې واټن توغندیو په ګډون د بالسټیک توغندیو په پروګرامونو کې ترې کار اخیستل کېږي.
سرچینه کاږي، بېلاروس کې د مینسک په نوم د تراکتور ټایرونو جوړولو شرکت، په چین کې د شیان لانج په نوم د ټکنالوجۍ پرمختګ، د تیانجین نړۍوالې خلاقۍ سوداګرۍ او د ګرانپیټ په نوم هغه شرکتونه دي چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت پرې بندیزونه لګولي دي.
د خبرپاڼې په حواله، یادو شرکتونو داسې مواد، ټکنالوجي او امکانات پاکستان ته چمتو کړي چې د مزایلو او بالسټیک توغندیو په جوړولو کې کارېږي.
خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه اقدام له امله د یادو شرکتونو ټول جایدادونه او ګټې چې په امریکا کې او یا د امریکایي وګړو په کنټرول کې دي، ضبطېږي او د خزانې وزارت د بهرنیو شتمنیو کنټرول ادارې ته باید وسپارل شي.
دغه راز، د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دغو شرکتونو ترڅنګ پر ټولو هغو کسانو هم بندیزونه لګول کېږي چې د دغو شرکتونو مالکان دي او یا په کې په مستقیم یا غیرمستقیم ډول تر ۵۰ سلنه ډېر سهم ولري.
د پاکستان حکومت او یادو شرکتونو چې بندیزونه پرې لګېدلي، تر اوسه د امریکا بهرنیو چارو وزارت د دغه اقدام په اړه څه نه دي ویلي.
Views: 18