د المان فدرالي حکومت په پام کې لري چې د افغانانو منلو او لېږدولو لړۍ راتلونکې اونۍ بېرته پیل کړي.
“دویچه ویله” د المان بهرنیو چارو وزارت په حواله راپور ورکری چې په دغه بهیر کې به هره میاشت تر زرو «افغانان چې ژوند یې له ګواښ سره مخ وي» المان ته انتقال شي.
د المان بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، له څو میاشتو ځنډ وروسته، د جون په ۲۶مه (د چنګاښ ۵مه) د سیمهییزو کارکوونکو او له ګواښ سره مخ افغانانو ته د ویزو صادرولو لړۍ له سره پيلېږي.
هغه زیاته کړه، دغه پروګرام به په تدریجي ډول په راتلونکو اونیو کې پراخېږي څو له مخکې ټاکل شوې موخې ته چې د میاشتې د زرو کسانو منل دي، ورسېږي.
د هغه په وینا، په لومړي سر کې به د هغو کسانو ملاتړ وشي چې د ویزې د ځنډ له امله په پاکستان او ایران کې په تمه دي او له هغه وروسته به په افغانستان کې د هغو کسانو د لېږد لړۍ پیل شي چې جرمني یې د منلو ژمنه ورکړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د مارچ میاشتې په وروستیو کې د المان فدرالي حکومت د دغه حکومت د منلو پروګرام په چوکاټ کې افغانانو ته د ویزو ورکولو بهیر په موقتي ډول ودراوه.
په هغه وخت کې د المان حکومت ویلي وو، د دغه بهیر بندیدو لامل دا و چې ډاډ ترلاسه شي څو د آلمان د منلو پروګرام څخه ناوړه ګټه نه اخیستل کیږي.
په راتلونکي کې به له متقاضیانو سره امنیتي مرکې ترسره شي ترڅو د درغلیو او ناوړه ګټه اخیستنې مخه ونیول شي.
Views: 8