راپورونه وايي چې سبا د ملګرو ملتونو امنیت شورا په دغه سازمان کې د فلسطین د بشپړ غړیتوب لپاره رایه اچونه کوي.
رویټرز خبري اژانس پرون راپور ورکړی چې ټاکل شوې په ملګرو ملتونو کې د فلسطین بشپړ غړیتوب لپاره د پرېکړهلیک طرحې په اړه د امریکا د نیویارک پر وخت سبا په امنیت شورا کې رایه اچونه وشي.
په راپور کې راغلي، د دغه پرېکړهليک طرحه به هغه وخت تصويب شي چې د امنيت شورا له پنځلسو غړو نهه يې رايې ورکړي او د دې شورا له پنځو دايمي غړو يو يې هم د ویټو له حقه کار وانه خلي.
رویټرز د ډیپلوماتیکو سرچینو په حواله لیکلي چې د امنیت شورا ډېری غړي له دې طرحې سره موافق دي او په وینا یې، احتمال شته امریکا دغه طرحه ویټو کړي.
امنیت شورا کې ټول ۱۵ هېوادونه غړیتوب لري چې پنځه (روسیه، چین، امریکا، انګلیستان او فرانسه) یې دایمي غړي دي.
Views: 9