ملګرو ملتونو په یوه تازه راپور کې ویلي، افغانستان ته له ګاونډیو هېوادونو په ډېر شمېر د کډوالو ستنېدل د دې اړتیا جوړوي چې له دغه هېواد سره دوامداره مرستې وشي.
د راپورونو له مخې، د تېر میلادي کال له اکتوبر راوروسته له پاکستانه شاوخوا ۵۰۰ زره افغانان په زور را وایستل شول او د جبري ایستلو دویمه لړۍ د روان لمریز کال د وري میاشتې په ۲۸مه بېرته پیل شوه او ټاکل شوې شاوخوا ۸۰۰ زره افغان کډوال راوباسي.
نن ملګرو ملتونو په افغانستان کې د خپلو ۲۰۲۳ کال فعالیتونو کلنی راپور خپور کړ.
په یاد راپور کې راغلي: «په ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان خلکو سختې ستونزې وګاللې او د ځینو کړڼو پر وړاندې یې له ځانه د پام وړ زړورتیا او ځواکمنتیا وښوده، دغه کلنی راپور د سولې، ثبات او سوکالۍ برخو کې له هغوی سره زموږ ژمنتیا ښيي.»
په راپور کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې د مرستیال او د بشري مرستو همغږيکوونکي اندریکا راتوات له قوله راغلي، په ۲۰۲۳ کال کې له ډېرو ننګونو سره مخ وو خو په ورته وخت کې یې اړمنو کسانو ته اړینې مرستې چمتو کولې او دا یې وښوده چې ژمن دی او افغانان یوازې نه پرېږدي.
هغه ویلي، خوراکي توکو ته لاسرسی اوس د افغانانو تر ټولو جدي اړتیا ده، خو زیاتوي چې د دې لپاره د بودجې کمښت له امله میلیونونه کسان له لوږې او خوارځواکۍ سره مخ دي.
هغه زیاته کړې: «روان کال ښايي نږدې ۱۶ میلیون خلک خوړو ته د نه لاسرسي له امله د بېړنۍ کچې ناورین تجربه کړي، ډېری خلک توان نه لري چې خپلې لومړنۍ اړتیاوو لکه کور، خوړو، روغتیايي خدمتونو او نورو ته لاسرسی پیدا کړي.»
راپور کې دغه راز راغلي چې د هرات زلزلې او له ګاونډیو هېوادونو په بېسارې توګه د لوړې کچې راستنېدو بدې اغېزې پرېیښې او د دوامداره نړۍوالې ښکېلتیا او مرستو کېدو اړتیا په ډاګه کوي.
په دغه کلني راپور کې ویل شوي چې په ۲۰۲۴ کال کې به له خپلو شریکانو سره په ګډه د بشري حقونو، ښځو پیاوړتیا او نورو برخو کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.
Views: 18