د کرکټ ملي لوبډلې د شل اووریزه سیالیو لوبډلمشر راشدخان وایي، د اسټرالیا کرکټ بورډ هغې پرېکړې ځورولی چې له افغانستان سره یې لوبې وځنډولې او زیاتوي د یاد هېواد سوداګریز لیګ کې به د لوبېدو په اړه بیا غور وکړي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ورو توپ اچوونکي او د شل اووریزه سیالیو لوبډلمشر دغه څرګندونې داسې مهال کړي چې څه موده مخکې د اسټرالیا کرکټ بورډ له افغانستان سره راتلونکې درې شل اووریزه لوبې وځنډولې.
راشد خان تېره ورځ له « ESPNcricinfo» ویب پاڼې سره په مرکه کې ویلي، د اسټرالیا کرکټ بورډ دې پرېکړې ځورولی او زیاته کړې یې ده چې د یاد هېواد په سوداګریز لیګ کې به د لوبېدو په اړه بیا فکر وکړي.
هغه زیاته کړې، اسټرالیا له افغانستان سره لوبې نه کوي، خو له ده سره په «BBL» بګ باش سوداګریز لیګ کې لوبې کوي چې دا کار به یې د افغان لوبغاړو کم راوستل وي.
هغه ویلي: «ته نه غواړې چې زما له همکارانو سره لوبې وکړې، خو غواړې چې له ما سره لوبه وکړې؟ نو څه توپیر دی؟ دا په دې مانا ده چې زه خپل همکاران هم ټیټوم او هېواد هم.»
راشد خان ټینګار کړی، کرکټ د افغانستان لپاره د «خوښۍ سرچینه» ده، دا هغه څه دي چې اسټرالیا باید په دې پوه شي او کرکټ باید د حکومتونو ترمنځ مسایلو کې ښکیل نه کړای شي.
دغه راز، اسټرالیا په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان سره د یوازېنۍ ټېسټ لوبې د لغوه کېدو، له هغه وروسته بیا د یو ورځنیو لوبو د لغوه کېدو او څه موده مخکې یې د شل اووریزه لوبو د ځنډولو پرېکړه وکړه.
د اسټرالیا کرکټ بورډ د تېر ۱۴۰۱ کال د مرغومې میاشتې په ۲۲مه اعلان کړی و چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د زدهکړو او کار ځنډېدو له امله له دغه هېواد سره د کرکټ یو ورځنۍ لوبې نه کوي.
هغه مهال هم راشد خان د یادو لوبو په لغوه کېدو نیوکه کړې وه او خبرداری یې ورکړی و چې د اسټرالیا په بیګ باش سوداګریز لیګ کې به د خپل راتلونکي په اړه دقیق غور وکړي، خو وروسته بیا په دغو سیالیو کې ولوبېده.
خو د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې بل لوبغاړي نوینالحق بیا هغه مهال د اسټرالیا له خوا له افغانستان سره د کرکټ لوبې لغوه کېدو پرېکړه «ماشومانه» بللې وه او په غبرګون کې یې د اسټراليا په بيګباش لیګ کې د نه لوبېدو اعلان وکړ او په دغه لیګ کې ونه لوبېده.
دغه راز د تېر ۱۴۰۲ کال د کب میاشتې په ۲۹مه د اسټرالیا کرکټ بورډ یو ځل بیا اعلان وکړ چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت ته په کتو له دغه هېواد سره د شلاووریزو سیالیو لوبلړۍ ځنډوي.
د یادونې ده، ټاکل شوې د روان ۲۰۲۴ کال په اګسټ کې د افغانستان او اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ درې شلاووریزې لوبې ترسره شي.
Views: 97