د افغانستان کرکټ ملي لوبغاړي محمدنبي د کابل ښار لوېدیځ کې د «ادې روغتون» څانګه پرانیسته.
محمدنبي پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي: «ستاسو د غوښتنو پر اساس، په ځانګړې توګه د [کابل] کارته سه، کارته چهار، خوشحالخان او دارالامان اوسېدونکو! دا دی د ادې بنسټ او د ادې روغتونونو ګروپ خپل نوی روغتون د کابل ښار په لویدیځ کې [کارته سه، د پاسپورټ رياست شا ته] پرانیست، څو هېوادوال له ستندرډ او فوقالعاده روغتیایي خدمتونو ګټه واخلي.»
د راپورونو له مخې، د ادې روغتون ګروپ چې د یوې نړۍوالې کمپنۍ برخه ده، تېر کال د محمدنبي په نوښت په افغانستان کې خپل فعالیتونه پيل کړي دي.
ادې روغتون کې زېږنتون، د مور او ماشوم د روغتیا خدمات او نسايي ولادې څانګې شاملې دي چې ډېر خدمات یې د ښځینه روغتیاپالانو له خوا مخته وړل کېږي.
افغان لوبغاړی محمدنبي تېر کال ژمنه کړې وه چې په هېواد کې د ادې په نوم د سرطاني ناروغیو درملنې روغتون جوړوي.
Views: 22