د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې همیم تلوار حمید او احمدشاه درانی د کرکټ اسیایي شورا په پریمیر کپ سیالیو کې لوبڅاري ترسره کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ نن پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، د نورو هېوادونو د لوبڅارانو ترڅنګ افغان مېچ ریفري همیم تلوار حمید او لوبڅار احمدشاه دراني هم د کرکټ اسیایي شورا په «پریمیر کپ سیالیو» کې د افغانستان په استازیتوب ګډون کړی دی.

د کرکټ اسیایي شورا د کرکټ پریمیر کپ سیالۍ د روانې اپریل میاشتې په دوولسمه په عمان کې پیل شوې او د همدې میاشې تر ۲۱ مې به دوام ولري.

دغه‌راز، په یادو سیالیو کې د لسو هېوادونو لوبډلو برخه اخیستې ده.

د یادو سیالیو په الف ګروپ کې نیپال، هانګ کانګ، مالیزیا، قطر،عربستان او دغه‌راز ب ګروپ کې امارات، عمان، کویټ، بحرین او د کمبودیا هېوادونو لوبډلې شاملې دي.

 

Views: 93