د کاناډا پلازمینې اوټاوا په ښار کې د اختریزو مراسمو په لړ کې د ۱۷ هېوادونو د کډوالو له لوري د کلتوري ارزښت لرونکو اثارو نندارتون جوړ شو. پر دې نندارتون کې د اوټاوا مېشتو افغانانو له لورې یوه خونه د افغاني کلتوري اثارو لپاره ځانګړي شوې وه چې په اوټاوا کې د مختلفو هېوادونو کډوالو ترې لېدنه وکړه. پر دې مراسمو کې چې زرګونو کاناډا مېشتو مسلمانانو ګډون کړی وو، د کاناډا د مسلمانانو د ټولنې MAC له لورې د اوټاوا ښار د اي وای سنټر کې په لاره اچول شوې وو.
د دې مراسمو په پیل کې د اختر لمونځ ترسره شو او له هغه وروسته د ورورګلوۍ په فضا کې ګډونوالو له یو او بل سره د کوچني اختر مبارکیاني وکړي. د دې مراسمو یوې څنډي بیا کلتوري اړخ درلود چې، د ۱۷ هېوادونو د کډوالو له لورې د هغوۍ کلتوري ارزښت لرونکي اثار په کې ننداري ته وړاندي شول. د کلتوري ارزښت لرونکو اثارو پر دې نندارتون کې د مختلفو هېوادونو د کډوالو لپاره بېلي خوني ځانګړې شوې وي.
پر دې نندارتون کې د افغانستان لپاره په ځانګړې شوې خونه کې افغاني کالي، خوراکي توکي او نور دا ډول کلتوري ارزښت لرونکي اثار نندارې ته وړاندي شول چې د مختلفو هېوادونو د کډوالو پام یې ځانته راواړول. ډېری ګډونوالو د افغاني کلتور او دودونو په اړه معلومات ترلاسه کړل او د افغانستان له اوږد تاریخ او کلتور سره یې خپله لېوالتیا څرګنده کړه. د ګډونوالو په خبره چې افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې خپل سوچه کلتور او اوږد تاریخ لري او د هغه ترڅنګ د بشریت د تاریخ په اوږدو کې مهم او لمړني تمدنونه پر همدې خاوره کې را منځته شوي دي. د دوۍ په خبره چې کلتور د یوې ټولنې هېنداره ده او خپل ټول کړې پرمختګونه پر خپلو کلتورونو کې پیدا کولای شي. دوۍ زیاته کړه چې، تاریخي هویت له کلتور سره اړیکه لري او هره ټولنه خپل تاریخي شالید په خپلو کلتورونو کې لټولی او موندلی شي.
اوټاوا مېشتو افغانانو هم په نړیواله کچه د افغاني کلتور نندارې ته وړاندي کول یو اغېزمن کار وبلل، تر څو یو خوا د نړۍ د مختلفو هېوادونو خلک د افغانستان له کلتړر او دودونو څخه لا ډېره پېژندګلوي ترلاسه کړي. او بل خوا د کاناډا پر متنوع ټولنه کې دلته مېشت افغانان خپل کلتوري او ټولنېز شتون ثابت کړي.
د دې مراسمو په پای کې ګډونوالو د دا ډول مراسمو او نورو کلتوري برنامو د لا ډېروالي او ښه والي هېله مندي وښوده. ترڅو دلته له مختلف هېوادونو څخه راغلي کډوال یو او د بل له دودونو، کلتور او ارزښتونو سره لا ډېر بلد شي.
Views: 18