ايرنا خبري اژانس خبر ورکړی چې د ایران د سیستان او بلوچستان په سوېل کې د نښتو له امله پنځه امنیتي سرتېري او پنځلس بریدګر وژل شوي دي.
د ایران دولتي اژانس اېرنا د دغه هېواد د سیستان او بلوچستان ولایت سوېل کې د نښتو په اړه لیکلي: «تېره شپه ترهګرو په چابهار، راسک، دریاباني او کلانتري ۱۱ کې پر امنیتي پوستو بریدونه پیل کړل چې په ځواب کې یې امنیتي ځواکونو سمدستي اقدام وکړ.»
راپور کې راغلي چې په یادو درېیو ځایونو نښتو کې پنځه امنیتي سرتېري او پنځلس بریدکوونکي وژل شوي دي.
د سپاه د ځمکني ځواګونو قوماندان ویلي: «اوسمهال په چابهار او راسک کې امنیتي وضعیت عادي دی او هیڅ ستونزه نشته.»
بيبيسي فارسي د ایراني چارواکو له قوله لیکلي چې یاد بریدونه د جیشالعدل ډلې کړي دي.
خو جیشالعدل ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
Views: 7