د کراچۍ په ښار کې د افغانستان قونسلګري وايي چې د پاکستان د سند ایالت له بېلابېلو زندانونو ۵۴ افغانان خوشي شوي دي.
د پاکستان د کراچۍ په ښار کې د افغانستان د قنسولګرۍ جنرال عبدالجبار تخاري تېره ورځ (چهارشنبه) په یوه تصویري ویډیو کې ویلي چې په یادو کسانو کې ۱۱ ماشومان هم شامل دي.
هغه زیاته کړې چې یاد کسان هېواد ته راګرځیدلي دي.
نوموړي څرګنده کړې چې له دې مخکې هم د ښځو او ماشومانو په ګډون څلور زره او ۱۱۱ افغانان د پاکستان له زندانونو خوشي شوي او هېواد ته راستانه شوي دي.
تخاري زیاته کړې چې لږ تر لږه ۵۰ نور افغانان هم د سند ایالت په زندانونو کې شته او د هغوی د خوشي کېدو لپاره هڅې روانې دي.
Views: 14