د بښنې نړۍوال سازمان وایي، پاکستان دې په جبري ډول د افغان کډوالو ایستلو لړۍ ودروي او په دې اړه دې د نړۍوالې ټولنې غوښتنې له پامه نه غورځوي.
د راپورونو له مخې، د تېر ۲۰۲۳ زېږدیز کال له اکتوبر میاشتې را وروسته له پاکستانه شاوخوا ۵۰۰ زره افغانان په زور راایستل شوي او دا لړۍ لا هم دوام لري او د پاکستان حکومت تازه د دغه هېواد پولیسو ته امر کړی څو د افغان کډوالو ایستلو دوېمه لړۍ پیل کړي.
د بښنې نړۍوال سازمان د اسیا څانګې په یوه اعلامیه کې لیکلي، پاکستان پر ځای د دې چې د افغان کډوالو په اړه د نړۍوالو غوښتونو ته ځواب وایي، د کارټلرونکو افغان کډوالو د ایستلو هم لړۍ پیلوي او دا کار به په دغه هېواد کې د ۸۰۰ زره افغان کډوالو ژوند له خطر سره مخ کړي.
د دغه بنسټ د کډوالو او پناه غوښتونکو حقونو یوه کمپاینر جېمس جېنین له قوله راغلي، د پاکستان د غیرقانوني کډوالو ایستلو پرېکړه له نړۍوالو بشري او کډوالو قوانینو سره په ټکر کې ده او د افغانانو ژوند ته خطر پېښولی شي.
هغه ویلي چې د پاکستان نوی حکومت باید له دې نور د افغان کډوالو نه ایستلو په اړه د نړۍوالو غوښتنې له پامه ونه غورځوي او دغه لړۍ دې ودروي.
Views: 32