په ایټالیا کې د افغانستان سفارت وايي، د یونان په اوبو کې د کښتۍ ډوبېدو له امله لږ تر لږه ۷۸ افغان او پاکستاني کډوال هم مړه شوي دي.
د راپورونو له مخې، د یونان په سواحلو کې دا کښتۍ تېره چهارشنبې (د غبرګولې ۲۴مه) ډوبه شوه او سپرلي یې نادرکه دي.
په ایټالیا کې د افغانستان سفارت پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د یونان په سواحلو کې د یوې کښتۍ ډوبېدو له امله لږ تر لږه ۷۸ افغان او پاکستاني وګړي وژل شوي او د اټکلونو له مخې، په دې کښتۍ کې له ۴۰۰ څخه تر ۷۵۰ پورې کسان سپاره وو.
یاد سفارت نه دي ویلي چې له یادو ۷۸ کسانو څخه څو افغانان او څو پاکستانیان دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیااحمد تکل له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، له ګڼو لورو سره یې هڅې پیل کړې څو په یاده کښتۍ کې سپاره افغان وګړي مشخص کړي.
په ایټالیا کې د افغانستان سفارت له افغانانو غوښتي چې پر ناامنه او ناقانونه لارو بهر ته له تګه ډډه وکړي او د قاچاق پر نړېوالو شبکو باور ونه کړي.
Views: 4