د ازادو سیالیو افغان لوبغاړی بازمحمد مبارز سبا له خپل فرانسوي سیال سره سیالي ترسره کوي.

بازمحمد مبارز پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې سبا د مارچ په ۳۱مه نېټه له خپل فرانسوي سیال جوهان ون وهل سره سیالي ترسره کوي.

نوموړي له ټولو هغو کسانو چې له ده ملاتړ کوي او تشویقوي یې، مننه کړې.

د معلوماتو له مخې، بازمحمد مبارز دغه سیالي له نږدې درې کلن ځنډ وروسته د ټایلنډ هېواد په «M2MMA » سازمان کې ترسره کوي.

د راپورنو پراساس، بازمحمد مبارز له دې مخکې ۱۷ سیالۍ ترسره کړي چې ۱۱ یې کټلې او ۶ یې بایللې دي.

Views: 8