پاکستاني چارواکي وايي، د چین شرکتونو په خیبر پښتونخوا کې پر دوو برېښنا بندونو د کار د درولو اعلان کړی دی.
دغو شرکتونو پر پاکستاني حکومت غږ کړی، چې د کار له پیلولو مخکې دې د دوی د سلګونو کارکوونکو د امنیت د ډاډمنولو لپاره نوي ګامونه واخلي.
دا خبر د یوه بند د چیني کارکوونکو پر موټر له هغه ځانمرګي بریده څو ورځې وروسته شوی، چې شپږ کسان په کې ووژل شول.
د راپورونو له مخې، د چینايي کمپنیو له خوا د يادو بندونو د جوړولو کار له ځنډېدو سره هم مهاله د چین د پلټنې يوه ډله اسلام اباد ته رسېدلې. دا ډله غواړي له پاکستاني چارواکو سره د تېرې سې شنبې ورځې د برید په اړه خبرې او پلټنې وکړي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزير محسن نقوي دې ډلې سره لیدنه کې د برید په اړه غږېدلی دی.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، د کورنیو چارو وزیر د جمعې پر ورځ اسلام اباد کې د چین سفارت ته ورغلی و او د برید په اړه د شویو څېړنو معلومات یې ورسره شریک کړل.
سرچینې زیاته کړې، په دې کتنه کې پاکستان کې د چینايي وګړو پر خوندیتوب او دې برخه کې د اخيستل شویو ګامونو په اړه هم خبرې شوې دي. بیان زیاتوي د کورنیو چارو وزیر چینايي پلاوي ته ډاډ ورکړی چې برید کې ښکېل کسان به د قانون منګولو ته سپارل کېږي.
د جمعې په ورځ فرانس پریس خبري اژانس د پاکستاني چارواکو په حواله رپوټ ورکړی چې د تېرې سې شنبې له برید وروسته پاکستان کې چینايي کمپنیو پر دوه لویو بندونو کار ځنډولی. دې کمپنیو غوښتنه کړې چې حکومت باید د دوی د خوندیتوب نوی پلان جوړ کړی. پاکستان کې پر بېلابېلو پروژو شاوخوا ۱۲۵۰ چینایان کار کوي.
تېره سې شنبه د خیبر پښتونخوا د قراقرم پر لویه لاره بشام سیمه کې د چینايي انجینرانو پر موټر ځانمرګی برید وشو. په دې برید کې پنځه چینايي انجینران او پاکستانی چلوونکی ووژل شول. دې انجینرانو پر داسو بند کار کاوه.
داسو بند پاکستان کې له لویو پروژو یوه ده چې د څه باندې ۴۰۰۰ میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت به ولري او کارونه يې شاوخوا اووه کاله وړاندې ۲۰۱۷م کال کې پیل شوي دي.
Views: 12