د بښنې نړۍوال سازمان یو ځل بیا له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو په اړه د اندېښنې په څرګندولو د دغه هېواد له نوي حکومته غوښتي چې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ودروي.

یاد سازمان پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د افغان کډوالو د ایستلو په اړه د پاکستان پلانونه د ډېر شمېر افغان کډوالو ژوند له خطر سره مخ کوي.

یاد سازمان زیاته کړې چې پاکستان د تېر کال له سپټمبر راهیسې د روان کال تر فبرورۍ میاشت پورې پنځه سوه او ۲۷ زره افغان کډوال ایستلي دي.

یاد سازمان د خپل راپور په یوه برخه کې د پاکستان نوي حکومت ته د بشري حقونو په اړه سپارښتنې کړې او لیکلي یې دي چې د اسلام‌اباد پرېکړه د افغان کډوالو د ایستلو ترڅنګ د دغو کډوالو د ځورونې او تبعیض ډېرېدو لامل شوې ده.

دغه راز، یاد سازمان ټینګار کړی چې افغان کډوال باید د بشري حقونو د قوانینو پر اساس خوندي پاتي شي.

یاد سازمان له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې پاکستان کې د میشت افغانانو د کډوالۍ دوسیو ته رسېدنه وکړي او د بیا میشتېدنې لړۍ چټکه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت په تازه‌ګۍ سره د دغه هېواد پولیسو ته امر کړی څو د افغان کډوالو د ایستلو دویمه لړۍ پيل کړي او ویل شوي چې په دې دور کې به یو میلیون افغان کډوال له پاکستانه وایستل شي.

مخکې له دې په لومړۍ مرحله کې پاکستان د تېر کال په نومبر میاشت کې اعلان کړی و چې ۱،۷ میلیون افغان کډوال به چې د اوسېدنې اسناد نه لري، له دغه هېواد څخه وباسي.

Views: 9