د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ‎نړۍوال سازمان (ای‌اواېم) اعلان کړی چې په تېره یوه لسیزه کې په ټوله نړۍ کې لږ تر لږه ۶۳ زره او ۲۸۵ کسان د کډوالۍ په بېلابېلو لارو مړه یا لادرکه شوي دي.

دې ادارې په یوه راپور کې لیکلي چې ۶۰ قربانیانو د کډوالۍ پر لارو د ډوبېدو له امله ژوند بایللی او د څه باندې یو پر درې هغه کسان چې هویت یې معلوم شوی، د افغانستان، میانمار، سوریې او ایتوپیا هېوادونو وګړي دي.

د کډوالۍ د نړۍوالې ادارې د معلوماتو له مخې، په تېرو لسو کلونو کې ۲۸ زره او ۸۵۴ کسان د کډوال کېدو پر مهال لادرکه شوي هم دي.

راپور کې راغلي، ‎د مړو شوو یا لادرکه شوو هرو درېیو کډوالو یو یې هغه مهاجر دی چې د افغانستان، میانمار، سوریې یا ایتوپیا له جګړو تښتېدلي وو او اروپایي او امریکایي هېوادونو ته تلو هڅه يې کوله.

د کډوالۍ د نړۍوالې ادارې شمېرې ‎ښيي چې په تېره یوه لسیزه کې ۲۰۲۳ کال د کډوالو لپاره تر ټولو مرګونی کال و او په دغه یوه کال کې ۸۵۴۱ د مړینې پېښې ثبت شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې ډېری افغانان کډوال له ایرانه ترکیې ته او له ترکیې څخه یونان ته د سفر پر مهال مړه او یا لادرکه شوي دي.‎

Views: 12